کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۹۹) : د ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې دیوې رڼې پروسې له مخې یې په کابل ښار کې پر ۲۵۰ زرو کورنیو د وچې ډوډۍ وېش پیل کړی چې هره ورځ به ۲،۴ میلیونه ډوډۍ وېشل کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د کابل ښاروالۍ له خوا د ښار د ۲۲ ناحیو په بېلا بېلو سیمو کې په رسمي توګه د وچې ډوډۍ د وېش لړۍ پیل شوې ده.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د غویي په ۱۱مه، پژواک اژانس ته وویل، د افغانستان حکومت یو له پروګرامونو څخه دادی چې د کرونا او قرنطین په حالاتو کې له بې وزلو او اړمنو خلکو سره مرستې وکړي.
هغه زیاته کړه، چې د کرونا او قرنطین له امله د بې وزلو خلکو اقتصادي وضعیت نور هم خراب شوی او مرستو ته اړتیا لري.
نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې اړمنې او بې وزلې کورنۍ د ناحیو د بېلا بېلو شوراګانو ل ه خوا په شفافه توګه په ګوته شوي او د یوه میکانیزم له مخې دا پروسه څارل کیږي.
صدیقي وایي چې په لومړي پړاوو کې دوی ۴۵ زره کورنۍ په ګوته کړې او هر یوه ته د ورځې لس دانې وچې ډوډۍ ورکول کیږي.
خو د ولسمشر ویاند وایي، په پام کې ده، چې په راتلونکي کې د مرستو دا لړۍ پراخه شي.
نوموړی وایي چې د کابل ښاروالۍ تېره اوونۍ په دې اړه خپله طرحه ولسمشر ته وړاندې کړې وه، چې د هغه له خوا منظور او په بېړنۍ توګه یې د عملي کولو د پیل سپارښتنه کړې وه.
صدیقي وویل چې په لومړي سر کې د اړمنو کسانو یوه شورا جوړه شوه، چې په کې یو لوستی تن یې مسوول وټاکل شو او په غړو کې یې ددست فروشانو ، ورځني مزدورۍ کوونکو استازي، د معلولینو، بې ځایه شویو، د شهيدانو او کونډو یو یو استازی شامل دي.
د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې, ددې شورا دندې دادي چې اړمن خلک په نښه کوي، د اوړو او ډوډۍ نرخونه به څاري، د اړمنو کسانو د لېستونو څارنه به کوي، د څارنې ډلو سره به همکاري کوي، د ډوډۍ له وېش څخه څارنه او د اوونۍ په پای کې راپور ورکونه .
د اړمن کس تعریف:
د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، اړمن هغه څوک دی چې د قرنطین په حالت کې یې خپل عاید له لاسه ورکړی وي او د خپلې کورنۍ ورځنی لګښت نه شي پیدا کولی.
سرچینې زیاته کړې چې په دې کسانو کې کونډې، لاس پلورونکي، ورځني مزدوري کوونکي، د معلولینو کورنۍ، د شهیدانو کورنۍ، بې ځآیه شوې کورنۍ او هغه کورنۍ چې د غربت له لیکې ټیټ ژوند لري.
ښاروالي وایي چې داړمنو کسانو د تشخیص لپاره یې د ناحیو په کچه شپږ شوراګانې جوړې کړې دي چې په کې علماء، د ګذر وکیلان، د ښځو دشوراګانو استازې، قومي مشران او د رضاکانو استازي شامل دي.
د وچې ډوډۍ له وېش څخه څارنه :
ښاروالي وايي چې ددې لپاره یې یو میکانیزم جوړ کړی دی، ددې میکانیزم له مخې، د ناحیې د رییس، د علماوو شورا، دګذر د وکیلانو شورا، د ښځو شورا، د قومي مشرانو شورا، او درضاکارانو له شوراګانو یو یو غړی د نظارت کمېټه کې شامل دي .
د وچې ډوډۍ د وېش څرنګوالی:
د کابل ښاروالي وایي، په ټولو هغو نانوایانو کې چې ورسره د وچې ډوډۍ د وېش قرارداد شوی، لازمه شوې چې ټول وقایوي او روغتیایي اقدامات عملي کړي. د ګڼې ګوڼې له جوړولو ډډه وکړي واټن مراعت کړي ، د کارت او د رسمي لېست له مخې دې ډوډۍ ووېشي .
د کابل ښاروال محمد داوود سلطانزوی پرون ددې بهیر د پیل پر مهال رسنیو ته وویل چې اړمنو او بېوزلو کورنیو ته چې په ګرځبندیز کې زیانمنې شوې دي، له یوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو محرومې شوې دي او په ناوړه حالت کې دي په کابل کې زرګونو زره کورنیو ته د ډوډۍ د وېش بهیر طرحه او ټاکل شوې چې په راتلونکې اوونۍ کې دغه بهیر پراختیا ومومي او له دې لارې د خلکو یوه برخه ستونزې حل کړای شو.
هغه زیاته کړه، کابل ښاروالي د رونټیا اصل ته په پام مستحقینو ته د وچې ډوډۍ د وېش بهیر د څارنې په موخه د ښار په ناحیو کې د علماوو، وکیلانو او ښځو شوراګانو، ځايي متنفذینو او د مدني ټولنې له رضاکارانو څخه تشکیل شوي نظارتي ګروپونه جوړ کړي دي.
د نوموړي په وینا، مستحق ته وچه ډوډۍ د کارت مطابق وېشل کېږي، چې مخکې محلي کمېټو اړمن کسان تشخیص کړي او د وچې ډوډۍ د اخیستو کارت یې ورکړی دی.
کابل ښاروال یادونه وکړه چې د ډوډۍ د وېش له روڼتیا څخه بشپړ ډاډ د ترلاسه کېدو په حال کې دی، ورځنۍ نیمګړتیاوې اصلاح کېږي او اړمنو ته سمه رسېدنه تعقیبېږي.
پر دې پروسې ځینو کسانو نیوکې او ځینو یې بیا ستاینه کړې ده. فهیم کوهدامني په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په دې کار کې غریبو ته ډېر څه نه رسیږي، اکثره په واسطو ماړه خلک په لېستونو کې ځای پر ځای شوي دي.
خو فریدالدین نوري بیا ددې کار ستاینه کړې ده، هغه په فیسبوک کې لیکلي، سلګونو زرو کورنیو ته ۲.۴ میلیونه پخه ډوډۍ د ۱۲۰۰ نانوایانو له خوا وېشل کیږي.
هغه زیاته کړې، دې کې شک نشته چې په پروسه کې به ستونزې وي, ولې ځینې کسان په دې سخت حالت کې د حکومت په دې ښه کار هم نیوکه کوي. مخکې یې د غنمو په وېش نیوکه کوله خو اوس چې حکومت اړمنو خلکو ته پخه ډوډۍ ورکوي نو په دې هم نیوکه کوي.
د نوري په وینا، ځینې خو بیا وایي چې د نانوایانو مخې ته د خلکو بیروبار د کرونا د خپرېدو غټ لامل کېدای شي.
ده زیاته کړې : (( ښه نو حکومت څه وکړي په قرنطین کې لږ نرمې راولي نو هم نیوکه، چې غنم وېشي نو هلته هم د خلکو رش جوړ وي او اوس چې پخه ډوډۍ وېشي نو هم خلکو بیروبار جوړ کړی او د ټولنیزې فاصلې مراعت نه کوي. د بیروبار په وخت کې د فاصلې مراعت کول د خلکو کار دی، نه دی حکومت. ))