کابل (پژواک، ۱۲ غویی ۹۹) : د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د سرمفتش دفتر سیګار وایي چې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په دغه هېواد کې د طالبانو د بریدونو د شمېرو او په اړه یې د معلوماتو خپرول بند کړي دي.
دامریکا غږ د خبر له مخې، سیګار پخپل تازه راپور کې ویلي دي چې د طالبانو د بریدونو په اړه معلومات معما ګرځېدلي او ایتلافي ځواکونه دا “پټ معلومات”یوازې له ځان سره ساتي.
د سیګار مشر جان سپکو د جمعې په ورځ په خپاره شوي راپور کې ویلي دي: “د ناټو ماموریت د کال په اولې برخې کې (تېرو دریو میاشتو کې) د دښمن د بریدونو د شمېرخپرول محدود کړي دي.”
نوموړي زیاته کړې چې له ۲۰۱۸ را هیسې دا لومړی ځل دی چې د ناټو په مشرۍ د ایتلاف ځواکونه د طالبانو د بریدونو په اړه د معلوماتو له خپرولو ډډه کوي.
سرچینې زیاته کړې، ناټو یوازې د مارچ په میاشت کې سیګار ته لنډه اعلامیه ورکړل شوې وه چې په کې ویل شوي وو طالبانو په دې وروستیو کې بریدونه زیات کړي دي.
د ناټو ځواکونه وایي د طالبانو دبریدونو په اړه معلومات ځکه نه خپروي چې اوس دا معلومات د امریکا-طالبانو ترمنځ د روانو سیاسي مذاکراتو د داخلي بحثونو “حساسه برخه”ده.
سیګار وايي مخکې به دا ډول معلومات د “دښمن دبریدونو په نوم” خپرېدل. خو د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي چې په دې اړه به وروسته معلومات خپروي.
سیګار داسې مهال دا خبر خپروي چې د افغانستان د امنیت شورا وايي له امریکا سره له تړون وروسته طالبانو تر دې دمه ۲۸۰۴ بریدونه کړي دي.
د امنیت شورا وايي د فبرورۍ له ۲۹ وروسته د اپریل تر ۱۹ پورې وسله والو طالبانو ۳۳۷ولسي خلک وژلي او ۴۵۲ نور یې ژوبل کړي دي. دوی وايي طالبانو همدغه راز ۱۶۴ نور ولسي خلک یرغمل کړي دي.
وسله والو طالبانو له دغې مودې وروسته همدغه راز د افغان چارواکو په وینا شاوخوا ۱۰۰ افغان سرتیري هم وژلي دي.
څو ورځې مخکې یوناما په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي په اړه د ۲۰۲۰ کال د دریو میاشتو راپور خپور کړ چې وايي په دغې مودې کې ۵۳۳ ولسي خلک وژل شوي او ۷۶۰ نور ژوبل دي.
د یوناما په راپور کې راغلي: ” ۱۹۸ملکي وګړي د دولت پلوه ځواکونو لخوا وژل شوي او ۲۱۴نور ټپیان شوي چې د ملکي تلفاتو ۳۲سلنه جوړوي.د یادو ملکي تلفاتو ۳۹سلنه طالبانو، ۱۳سلنه د داعش خراسان څانګې او پاتې نور یې د دولت ضد ناپیژندل شویو عناصرو ته منسوب دي. “
طالبانو له امریکا سره د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه، په قطر کې تړون لاسلیک وکړ. په تړون کې طالبانو ژمنه کړې ده چې په بهرنیو ځواکونو به بریدونه نکوي، خو په افغان امنیتي ځواکونو باندې یې د بریدونو د نه کولو په اړه هېڅ ژمنه نه ده کړې.
سیګار وايي داسې هیلې وې چې شاید له تړون وروسته په افغانستان کې تاوتریخوالی او د طالبانو بریدونه کم شي، خو داسې ونشول.