Language

کرونا ویروس په نړۍ کې ۵۵ خبریالان مړه کړي

کابل (پژواک، ۱۲ غویی ۹۹) : د رسنیو یوې نړیوالې ادارې ویلي چې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغۍ له امله لسګونه خبریالان مړه شوي دي.

د پي اي سي په نامه دغې نړیوالې ادارې د رسنیو د خپلواکۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت پخپل یو راپور کې چې نن د غویي په ۱۲مه خپور شوي، چې د مارچ له لومړۍ نیټې څخه له کرونا د خبریالانو د مړینې لړۍ پیل شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې کرونا ویر وس تر ټولو ډېر خبریالا په اکوادور او امریکا کې مړه کړي دي.

د دغې موسسې موندنې هغه اندېښنې تاییدوي‌ چې خبریالان او د خبري بنسټونو کارکوونکي محافظتي جامې او نور اړین توکي نه لري چې د کروناویروس د مخنیوي لپاره اړین دي.

دغه اداره وایي چې دوي په ۲۳ هیوادونو کې د ۵۵ خبریالانو د مړینې په اړه راپورونه تر لاسه کړي خو لا معلومه نه ده چې په ټوله نړۍ کې څومره نور خبریالان په کروناویروس اخته او یا هم مړه شوي‌دي.

د دغې موسسې په یوې اعلامیې کې راغلي: “خبریالان د دغې وبا پر مهال له غټو ستونزو سره مخ دي. دوي روغتونو ته ځي، ډاکټرانو او نرسانو سره خبرې کوي، سیاسي مشرانو، کارپوهانو، ساینسپوهانو او حتی بیمارانو سره د دغه ویروس په اړه د معلوماتو ټولولو لپاره مرکې کوي.”

د دغه مرکز معلومات ښيي چې یواځي ایکوادور کې نهه ژورنالستان په تیرو دوه میاشتو کې د کروناویروس له کبله مړه شوي دي. همداراز امریکا کې اته، برازیل کې څلور او برتانیا او هسپانیا کې درې-درې ژرونالستان مړه شوي دي.

په افغانستان کې هم د خبریالانو ترمنځ د کروناویروس د مثبتو پیښو راپورونه شته چې یوه بیلګه یې د موبي ګروپ  او طلوع تلویزیون د کارکوونکو ده. موبي ګروپ تیره ورځ د اپریل په ۳۰ نیټه یوه اعلامیه خپره کړې چې پکې یې په کروناویروس د خپلو ځينو کارکوونکو د اخته کېدو خبر ورکړی دی.

د موبي ګروپ اعلامیه وایي چې دوي خپل ۷۰ کارکوونکي معاینه کړي چې له دغې ډلې یې ۱۴ کسان د کرونا په ویروس اخته دي.

کرونا په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو او دا مهال یې د نړۍ په نږدې ۲۰۰ هېوادونو او سیمو کې څه باندې ۲۳۰زره کسان مړه کړي‌او تر ۳.۲ میلیون نور انسانان په دغه ویروس اخته دي.