Language

د جګړې له امله د پکتیا له زرمت ولسوالۍ زرګونه کورنۍ بېځايه شوې دي

ګردېز (پژواک، ١٣ غويی ۹۹): د پکتيا سيمه ييز چارواکي وايي چې د دغه ولايت له ګڼ مېشتې زرمت ولسوالۍ څخه د جګړو او ناامنيو له امله زرګونه کورنۍ مرکز ګردېز، کابل او نورو ولايتونو ته کډه شوې دي.

دوی د وسله والو طالبانو له خوا د خلکو ځورول، د سړک غاړې ماين چاودنې، د خلکو له کورونو پر امنيتي ځواکونو بریدونه او په ځانګړي ډول ناکره شپني عمليات د یادې بېځای کېدنې عوامل يادوي.

د زرمت یوه اوسېدونکي حاجي عبدالغني د غويي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو شاوخوا پنځو کلونو کې له دې ولسوالۍ نږدې ۳۰۰۰ کورنۍ ګردېز يا نورو ولسواليو ته کډه شوې دي.

عبدالغني پژواک ته وويل: ((تقريباً زموږ د زرمت ۳۰۰۰ کورونۍ کډه شوې دي، چې ځينې يې په واورو او روژه کې چې ډېره سخته وي، تللې دي. په کابل کې په ارزان قيمت کې پرتې دي او داسې کورونه يې نيولي چې د اوسېدو نه دي، خو مجبور دي او د خپل سر بچ کېدو لپاره هلته تللې دي.))

د زرمت د تعمير بازار اوسېدونکی عبدالله وايي چې په جګړو او عملياتو کې ګڼ بې ګناه خلک وژل شوي يا زنداني شوي دي.

نوموړي زياته کړه: ((د نا امنۍ له وجې ډېرې کډې تللې او روانې دي، لا هم ځي؛ ځکه ځي چې مشکل زيات دی. پر يو کلي او کور چې چاپه لوېږي، هلته خلک مړه کېږي، که يو ګناهکار وي، لس بې ګناه ورسره مري. خلک ګردېز، غزني او خوست ته ځي، کابل ته ډېر ځي.))

مدني فعال ميرويس دغه حالت ننګوونکی بولي او له وسله والو طالبانو غواړي، له داسې کړنو ډډه وکړي چې له امله يې عام خلک په مستقيم يا غير مستقيم ډول زيانمنېږي.

ميرويس وايي: ((داسې ډېر کورونه دي چې کابل ته کډوال شوي، خپل کور او خپل ځای پرېښودل ډېر زور غواړي، يانې ډېره خواشينوونکې خبره ده، ټول علت يې ناامني او فقر دی.))

بل لور ته د زرمت ولسوال دولت خان ځدراڼ هم دا مسئله مني او وايي چې د اوړي په موسم کې وسله وال طالبان د ډیورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې را اوړي، په ځانګړي ډول د روژې په مياشت کې جګړو ته زور ورکوي.

ځدراڼ پژواک ته په خبرو کې وويل چې د عامو خلکو دفاع او ساتنه د امنيتي ځواکونو لومړی مسوولیت دی او دوی په خپلو ټولو نظامي کړنو کې دغه ټکي ته جدي پام کوي.

نوموړي زياته کړه: ((د زرمت وضعيت د پکتيا د نورو ولسواليو په نسبت ناامن او خراب دی، وسله وال طالبان دلته بې تفکيکه جګړه کوي چې ډېر زيان يې عامو خلکو ته رسېږي. که دا حالت دوام کوي، خلک مجبور دي نورو ځايونو کډه شي.))

د چارواکو د معلوماتو له مخې، په تېرو شاوخوا دوو اونيو کې په دغه ولایت کې د طالبانو د بريدونو له امله ١٥ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.