ایبک (پژواک، ۱۳ غویی ۹۹): په سمنګان ولایت کې د سېلابونو راوتو له امله یو ماشوم مړ شوی، ۲۶۸ کورونه نړیدلي او یا زیانمن شوي او زرګونه جریبه کښتونه له منځه تللي دي.
د سمنګان د بېړنیو حالاتو کمېټې نن فوق العاده ناسته وکړه؛ په دې ناسته کې چارواکو وویل چې سېلابونه تېره نیمه شپه د دغه ولایت په مرکز، روی دو اب، خرم سارباغ او حضرت سلطان ولسوالیو کې راوتلي او درانه زیانونه یې اړولي دي.
د دغه ولایت د پېښو لپاره د چمتووالي کمېتې مشر صبغت الله سیاش په یاده ناسته کې وویل چې سېلابونو د روی دواب ولسوالۍ په نوروز کلي کې یو ماشوم مړ کړی، ۴۰ کورونه یې به بشپړ ډول نړولي او ۶۵ نور یې زیانمن کړي دي.
هغه دغه راز زیاته کړه چې ۴۰ کورونه په خرم سارباغ ولسوالۍ، شاوخوا ۵۰ کورونه د مرکز اړوند په زندان دره کې او ۴۰ نور په حضرت سلطان ولسوالۍ کې په بشپړ ډول نړیدلي او زیانمن شوي دي.
د سمنګان مرستیال والي صفت الله سمنګاني په یاده ناسته کې ویلي چې سېلابونو په دغه ولایت کې زرګونه جریبه کښتونه، ځیني سربندونه او د برېښنا د تولید کوچنۍ پروژې له منځه وړي دي.
د نوموړي په خبره چې لسګونه څاروي هم مړه شوي دي.
د سمنګان د والي مرستیال زیاته کړې چې سېلاب د سمنګان- بلخ لاره هم د حضرت سلطان ولسوالۍ په غزنیګک سیمه کې تخریب کړې او دا مهال د ترافیکو پر مخ تړلې ده.
په یاده ناسته کې درې بېلابېل پلاوي وټاکل شول، څو په سېلاب ځپلو سیمو کې د زیانونو کچه معلومه کړي او د پلاوو د ارزونو له مخې له سېلاب ځپلو سره مرستې وشي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP