پلخمري (پژواک، ۱۴ غويی ۹۹): د بغلان ولایت په تاله برفک ولسوالۍ کې د پرله پسې ورښتونو له امله د ډبرو سکرو یوه کان ته سېل دننه شوی چې له امله یې څلور کسان مړه شوي دي.
د تاله برفک ولسوال احد برفکي د غويي په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د پرله پسې ورښتونو له امله د یادې ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې لسګونه پلونه او کورونه ویجاړ شوي دي.
برفکي وايي: ((تېره شپه د دې ولسوالۍ انارک سیمه کې د ډبرو سکرو یوه کان ته د سېلاب اوبه دننه شوې چې له امله یې د کان څلور کارکوونکي مړه شوي دي.))
د نوموړي په وینا، تر اوسه د دې ولسوالۍ له سېلاب ځپلو سره مرسته نه ده شوې.
بل لور ته په بغلان کې له پېښو سره د مبارزې ادارې مسوول مجیب الرحمن بهین پژواک ته وویل چې وروستیو ورښتونو د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین او تاله برفک ولسوالیو کې خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.
دی وايي چې یادو ولسوالیو ته د سروې ډلې استول شوي څو د زیانمنو کورنیو کره شمېره معلومه کړي.
د هغه په وینا، له سروې وروسته به له یادو سېلاب ځپلو کورنیو سره اړینې مرستې ترسره شي.
د یادونې ده، هر کال د پسرلي په موسم کې د پرله پسې ورښتونو له امله د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP