ګردېز (پژواک، ١٥ غويی ٩٩): د پکتيا ولايتي اداره وايي چې د کرونا ويروسي ناروغۍ له امله اقتصادي فعاليتونه او د خلکو د ورځيني ژوند ستونزې زياتې شوې دي, نو دوى غواړي چې پنځو زرو کسانو ته موقتي کاري زمينه برابره کړي.
د اړوندې موضوع په اړه د پکتيا والي شميم خان کټوازي د غويي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د بېوزله خلکو د لاسنيوي سربېره به د کرونا له امله اغېزمن شويو خلکو ته موقتي کاري زمينه هم برابره شي.
کټوازي وويل چې د ولسمشر له لومړي مرستيال امرالله صالح سره په اړوند پروګرام غږېدلی او ژر به د دغه ولايت ۵۰۰۰ تنو ته په خپلو سيمو کې په مناسب مزد موقتي کاري زمينې برابرې کړاى شي.
نوموړي زياته کړه: ((په پکتيا کې به ۵۰۰۰ مزدورکار کسانو ته کاري زمينه برابره شي. دوی به کاريزونه پاکوي، د خپل کلي او شاوخوا سړکونه به جوړوي او د ځنګلونو په بيا احيا او نيالګيو پاللو کې به کار ترې اخيستل کيږي او په بدل کې به يې مناسبه ورځ مزدوري ورکول کيږي. دا پروسه به شپږ مياشتې وي. د بل پروګرام له مخې به د نانوايي له خوا بېوزله کورنيو ته وچه ډوډۍ په وړيا توګه ورکړل شي.))
کټوازی وايي چې د بېوزله خلکو د لاسنيوي لپاره يې له اړوندو ادارو سره خبرې کړې او ژر به د دوه دولتي خيريه پروګرامونو له لارې د دغه ولايت زرګونه مستحق کسان ترې برخمن شي.
کټوازی وايي: ((په درېيم اقدام کې مو له ۱۰۰۰۰ کسانو نيولې تر حد اکثر ۳۰۰۰۰ هغو کسانو لېستونه له مرکز سره شريک کړي، چې د ډوډۍ راوړو يې څوک نه وي. له دې کورنيو سره به د خوراکي توکو مرسته وشي.))
د پکتيا اوسېدونکي د دولت ياد اقدامات ګټور بولي او ټينګار کوي چې له دولتي سربېره دې ملي او نړيوال خيريه بنسټونه هم دغه ولايت ته پاملرنه وکړي.
د ګردېز د درېيمې ناحيې اوسېدونکی ظهيرخان انګار وايي: ((دا به ډېر ښه کار وشي. تاسو باور وکړئ چې پکتيا کې خلک ډېر بېوزله دي، په سخت غربت کې راګير دي. له يوې خوا ډېر اقتصادي مشکلات دي او بل کرونا بدبخته ده.))
مدني فعال عبدالله پکتين خلکو ته د کاري زمينو برابرېدل خورا مهمه چاره يادوي او د نانوايانو له خوا له بېوزلو سره په مرستو کې د واقعي مستحقو کسانو پر ټاکلو ټينګار کوي.
پکتين پژواک ته وويل: (( پکتيا کې د فقر کچه شاوخوا پنځوس سلنه ده چې د کرونا ناورين له امله په دې برخه کې ستونزې لا زياتې شوې دي. کرونا خلک دومره زيات ځپلي، چې ټول عايد يې درولی او که چا په کور کې څه پيسې لرلې، هغه يې هم ختمې شوې دي.))
له شاوخوا پنځه اوونيو راهيسې د کرونا ويروسي ناروغي له امله ګردېز ښار او د درې لويو ولسواليو بازارونه تر ډېره بريده تړل شوي، چې اقتصادي فعاليتونه يې په ټپه درولي دي
د يادونې ده چې په ټول هېواد کې د کرونا ويروس ٢٨٩٤ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ١٢٥ يې په پکتيا ولايت کې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP