Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ایبک (پژواک، ۱۵ غویی ۹۹): سمنګان کې ناپېژاندو وسله والو د سیمای صلح خصوصي راډیو پر دفتر ډزې کړې خو چا ته زیان نه ده اوښتی.

د سیمای صلح راډیو مسوول مدیر اسماعیل سادات پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه دوولس نیمې بجې دوو وسله والو موټرسایکل سپرو د سمنګان په مرکز ایبک ښار کې د دې راډیو پر ودانۍ ډزې وکړې.

د هغه په خبره چې په دغو ډزو کې چا ته زیان نه دی اوښتی خو د راډیو ودانۍ یو څه زیانمنه شوې ده.

په دغه حال کې د سمنګان د اطلاعات او کلتور رییس عزیزالرحمن قطره د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ناپېژاندو وسله والو دغه برید غندلی او هغه یې د بیان پر ازادۍ برید بللی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي مسوولین باید د برید کوونکو د نیولو په اړه اقدام وکړي او هغوی دې له قانون سره سم مجازات کړي.

دغه برید په داسې حال کې ترسره کېږي چې پرون (د مې درېیمه) د مطبوعاتو ازادي نړیواله ورځ وه.

ولسمشر محمد اشرف غني پرون د یادې ورځې په مناسبت خپل پیغام کې ویلي، د افغانستان دولت د دې ترڅنګ چې د بیان ازادۍ، رسنیو او مطبوعاتو حوزه کې ملي او نړیوال اسناد لري، هر وخت یې هڅه کړې څو د مطبوعاتو او رسنیو له فعالیتونو ساتنه او ملاتړ وکړ.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.