کابل (پژواک، ۱۵ غویی ۹۹) : ولسمشر اشرف غني دعدم انسلاک غورځنګ له ټولو غړو څخه وغوښتل پر طالبانو غږ وکړي چې له خپل غیر منطقي تاوتریخوالي لاس واخلي او په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات ټینګښت لپاره له سیاسي بهیر سره یو ځای شي.
له ارګ څخه د غویي په ۱۵مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن مازیګر د عدم انسلاک غورځنګ غړو هیوادونو د اړیکو انلاین ګروپ غونډه کې چې کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د لا زیاتې همغږۍ په موخه د اذربایجان جمهوررئیس الهام علي اوف په نوښت باکو ښار کې جوړه شوې وه، ګډون او وینا وکړه.
په دې ویډیو کنفرانس کې، پر ولسمشر غني او د اذربایجان ولسمشر الهام علي اوف سربېره، د دې سازمان غړو دولتونو، حکومتونو او بین المللي بنسټونو مشرانو خپلو ویناوو کې، د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي پر ضد د همغږۍ د زیاتوالي په اړه، خپل لیدلوري بیان کړل.
لومړی د اذربایجان ولسمشر الهام علي اوف خبرې وکړې وې او د عدم انسلاک غورځنګ غړو هیوادونو څخه یې وغوښتل چې په همغږۍ، پیوستون او یووالي کرونا ویروس څخه رامنځته کېدونکو ستونزو سره مبارزه وکړي او په دې برخه کې خپلې هڅې منسجمې کړي.
هغه همداراز، کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د اذربایجان د اقداماتو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، د عدم انسلاک غورځنګ غړو هیوادونو ترمنځ پر دې ستونزو د بریالي کېدو لپاره تر بل هر وخت زیات پیوستون او یووالی محسوسېږي.
وروسته د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش خبرې وکړې او د دې غونډې د جوړېدو له امله یې د عدم انسلاک غورځنګ د غړو هیوادونو د نوښت ستاینه وکړه وې ویل، کویډ ۱۹ په نړۍ کې د میلیونونه انسانانو ژوند ته زیان اړولی او له هغه سره د مبارزې لپاره د نړۍ په کچه همغږو هڅو ته اړتیا ده.
هغه دې ته په اشارې چې د روغتیا نړیوال سازمان کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره له ټولو هیوادونو سره کار کوي، د نړۍ له ټولو هیوادونو وغوښتل چې خپل ټولنیز او اقتصادي خنډونه مدیریت کړي.
په دې غونډه کې د اروپایي ټولنې کمیسیون رئیس کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د نړۍ د هڅو پر بسیج او همغږي کولو او کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د دې ټولنې په همکارۍ خبرې وکړې.
ولسمشر غني په خپله وینا کې نړۍ او په ځانګړي ډول د عدم انسلاک غورځنګ غړو هیوادونو لپاره د کرونا ویروس منفي عواقبو ته په اشارې وویل، د دې ویروس د خرابۍ او مختل کوونکي اغېز کچه او محدوده له دې پدیدې سره د ګډو هڅو، د ستونزو زغملو، د پیوستون روحیې عامولو، دشهروندۍ جوړښتونو پياوړتیا او په سیمه ییزه او بین المللي کچه د همکارۍ پر اساس د ستراتېژیو جوړولو له لارې قوي ټولیز ځواب ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړه : (( موږ د نړۍ په کچه د کویډ ۱۹ ویروس زیانمنو سره غمشریکي او پيوستون څرګندو او په دې شېبو کې د هغوی ترڅنګ ولاړ یوو. موږ د طبي متخصصینو د قهرمانانه هڅو ډېره زیاته قدرداني کوو او په ټوله نړۍ کې پر دې نړیوالې ستونزې د بریالي کېدو لپاره د کرونا واکسین جوړولو په برخه کې د نړۍ په کچه د علمي ټولنو ملاتړ کوو.))
ولسمشر وایي، د عدم انسلاک ماهیت ته د درناوي لپاره لازمه ده چې کویډ ۱۹ سره د مقابلې لپاره د ملي او څو اړخیزه همکاریو په موخه لازم انسجام او همغږي رامنځته کړو او بېوزلۍ، لوږې، محرومیت، نابرابرۍ او بې ثباتۍ سره د مبارزې په برخه کې د عدم انسلاک غورځنګ د ټولیزو لاسته راوړنو د ساتنې لپاره قوي اراده ولري.
هغه کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان حکومت د هڅو په اړه معلومات ورکړل وې ویل، مشورې د دې وړ ګرځوي چې د خپلې ټولنې اسیب پذیري تشخیص او له دولت څخه د خپلو هیوادوالو په توقعاتو وپوهېږي.
login or register a new account.