پلخمري (پژواک، ١٧ غويی ٩٩): بغلان کې د برېښنا چارواکي وايي چې د وارداتي برېښنا د خونديتوب په موخه يې د دغه ولايت د نا امنو سيمو ١٤ زره کورنيو ته برېښنا ورکړې او نورو ته هم دغه لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.
د بغلان د برېښنا چارو سرپرست رييس انجنير محمد افسر د غويي په ۱۷ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېر کال راهيسې د دغه ولايت ټولو هغو نا امنو سيمو ته د برېښنا د لېږد لړۍ پيل شوې چې د وارداتي برېښنا مزي پرې تېر شوي دي.
د هغه په وينا, په دغو سيمو کې د مرکز پلخمري، دوشي او مرکزي بغلان ولسواليو يو شمېر کلي شامل دي.
ده زياته کړه: ((په دغو سيمو کې وارداتي برېښنا ته ګواښونه ډېر و نو ځکه يې موږ اوسېدونکو ته برېښنا ورکوو ترڅو دغه ګواښونه کم شي.))
دغه راز بغلان کې د برېښنا شرکت د سوداګرۍ څانګې مسوول انجنير عتيق الله پژواک ته وويل چې د وارداتي برېښنا د مزو پر وړاندې د ګواښ د کمولو په موخه تر اوسه ١٤ زره کورنيو ته برېښنا ورکړل شوې ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې, په دغو سيمو کې د مرکز پلخمري ډنډ شهاب الدين، ډنډغوري او چشمه شېر، د دوشي ولسوالۍ ګزان او د مرکزي بغلان ولسوالۍ غلام باى، کوږ چنار، منګل، قيصرخېل او حسن تال سيمې شاملې دي.
ده زياته کړه: ((دغه کلي تر ډېره د طالبانو په کنټرول کې دي، په ډېر لوړ لګښټ موږ دوى ته برېښنا انتقالوو او دا موږ خاص د دې لپاره کوو چې د برېښنا پر وړاندې ګواښونه کم شي.))
د نوموړي په وينا, د يادې لړۍ له پيلېدو وروسته په دغه ولايت کې د برېښنا د مزو او پايو پر وړاندې د ګواښونو کچه نوي سلنه را ټيټه شوې ده.
د ډنډغوري سيمې اوسېدونکي شاه محمد پژواک ته وويل، کله يې هم فکر نه و کړى چې دى به په دومره لرې سيمه کې د برېښنا خاوند شي.
هغه وايي: ((څو ځلې دلته پايه الوځول شوې، وروسته يې پر سر د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې هم شوې دي, خو کله چې دلته برېښنا راغلې نو د وارداتي برېښنا پر وړاندې ګواښونه هم کم شوي دي.))
د يادو څرګندونو په اړه بغلان کې د طالبانو لخوا د برېښنا ټاکل شوي مسوول عبدالرحمن پژواک ته وويل چې برېښنا او نورو عامه خدمتونو ته لاسرسى د ټولو افغانانو حق دى که هغه طالبان او يا هم بل څوک وي.
دى زياتوي: ((له هغو سيمو چې د وارداتي برېښنا مزي تېر شوي، د خلکو حق و چې برېښنا ورکړل شي او دغه لړۍد سيمې د خلکو او طالبانو په غوښتنه ترسره شوې او د برېښنا شرکت د مسوولينو له لوري يې هم چارې سمې روانې دي.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP