کندهار (پژواک، ۱۷ غویی ۹۹): د کندهار د کوکران څېړنیز فارم د ۲۱۶ جریبه ځمکې څخه ۱۳۵ جریبه ځمکه غصب شوې چې چارواکو یې د خلاصولو او بیرته رغولو هوډ کړی دی.
په دې لړ کې نن د دغه فارم په پاتې ۸۱ جریبه ځمکه د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وړاندې شوې.
په دې مراسمو کې د کندهار والي حیات الله حیات، د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي، د ولایتي شورا غړو او قومي مشرانو ګډو کړی وو.
د کندهار والي حیات الله حیات پژواک خبري اژانس ته وویل، د کوکران څېړنیز فارم چې د کندهار ښار په ختیځه ځنډه کې موقعیت لري ټولټال ۲۱۶ جریبه ځمکه لري چې د جګړې په کلونو کې زیانمن شوی او ۱۳۵ جریبه ځمکه یې د خلکو له خوا غصب شوې ده.
هغه زیاته کړه، ولایتي ادارې دوه کاله مخکې په لومړي ګام کې له غصب څخه د دغه فارم د پاتې ۸۱ جریبه ځمکې له د ساتلو او بیا رغولو چارې پیل کړې چې له ښه مرغه اوس پرې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت ودانۍ جوړې شوې دي.
حیات وویل، په یاده پروژه کې۱۲۵۸ متره احاطوي دېوال، ۴ خونې، د ۵۰۰مټریک ټنه په اندازه ګودام، د تخمونو د پاکولو شلټر، د ماشین الاتو پارکینګ، ۸۰ زره لیټره د اوبو ذخیره او ۶۰۰ متره د اوبو چینلونه شامل دي.
دی وايي، دغه پروژه د نړیوال بانک په مالي لګښت پلې شوې ده.
هغه خبر ورکړ چې ډېر ژر به د دغه فارم ۱۳۵ جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه کړي چې خلکو پرې د استوګنې کورونه جوړ کړي دي.
دی وايي، کندهار ښاروالي او د ښارجوړونې ریاست په ګډه د غصب شوې ځمکې سروې کوي، څو ځمکه له غصب څخه خلاصه او خلکو ته یې په بدل کې په نورو ساحو کې نومرې ورکړي.
د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي وویل، په دغه فارم کې د سوېلي زون په کچه د غله جاتو لکه غنمو، جوارو او نورو په اړه څېړنې او تحقیقات تر سره کېږي.
دغه راز ده یادونه وکړه چې په دغه فارم کې د کرنیزو توکو د پروسس او کروندګرو ته ګڼې نورې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي دي.
د کندهار کروندګر د کوکران څېړنیز فارم د رغولو هرکلی کوي او له دولتي چارواکو غوښتنه کوي چې د دغه فارم غصب شوې ځمکه دې ژر تر ژره خلاصه شي.
د ژیړۍ ولسوالۍ یوه کروندګر حاجي فیض محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، چارواکي دې په دغه فارم کې د نورو ودانیو تر څنګ سړې خونې هم جوړې کړي څو د کرنیزو توکو د ضایعاتو مخنیوی وشي.
هغه دغه راز غوښتنه وکړه چې د دغه فارم غصب شوې ۱۳۵ جریبه ځمکه دې هم ژر تر ژره له غصب څخه خلاصه شي څو دغه فارم په بشپړه توګه څېړنو او نورو کرنیزو فعالیتونو ته چمتو شي.