ګردېز (پژواک, ۱۷غويی ۹۹): په پکتيا ولايت کې د ۵۵۷ ميليونه افغانيو په لګښت د شاوخوا ۷۰۰ کرنيزو پروژو د پلي کېدو چارې پيل شوې چې د مسوولينو په خبره, ۷۵۰۰ مټريک ټنه کرنيز محصولات به په کې ساتل کيږي.
په دې پروژو کې د مڼو، مميزو، پيازو او کچالو ساتنې سړې خونې شاملې دي چې په ګردېز او ټولو ولسواليو کې به پلې شي.
په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د پکتيا والي شميم خان کټوازي وويل چې د دغو پروژو له پلي کېدو سره د ياد ولايت ټول کرنيز محصولات خوندي او د خرابېدو او د بازار د نشتوالي ستونزه به يې حل شي.
کټوازي پژواک ته وويل: ((د پروژو تعداد ۷۰۰ ته ورسېده چې ۵۵۷ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي. د نيمايي پروژو کارونه به په درې مياشتو او د نورو به په پنځه مياشتو کې بشپړ شي. لس زره کسانو ته به موقتي او سلګونو ته به د کار دايمي زمينه برابره کړي.))
د پکتيا د کرنې رييس محمدالدين مومند وايي چې د کرنيزو محصولاتو ساتنې د دغو خونو په جوړېدو کې ۱۰ سلنه ونډه د بزګر يا بڼوال او پاتې ۹۰ سلنه د کرنې وزارت ده.
مومند وويل چې د مېوو او ځينو سبزيجاتو وچولو لپاره به بزګرانو او بڼوالو ته ۲۲۳ د وچولو عصري ماشينونه هم ورکړل شي.
نوموړي زياته کړه: ((۱۲۳ د مميزو خونې دي، چې په دې کې به تقريبا ۱۶ مټريک ټنه انګور اچول کيږي او په مميزو به بدليږي، ٧٧ د مڼو سړې خونې دي؛ همدارنګه ۳۰۲ د کچالو او ۱۹۸ د پيازو زېرمې جوړيږي، چې له ۵ ــ ۱۰ ټنه پورې ظرفيت لري.))
ولايتي شورا يادې پروژې د هېواد په کرنيزه برخه کې حياتي بولي او په هره سيمه کې د اړوند کرنيز محصول لپاره د ساتنخونې پر جوړېدو ټينګار کوي.
د پکتيا ولايتي شورا مشر عبدالمالک ځاځی د کرنيزو محصولاتو زياتېدو لپاره پر نويو لارو، چارو کار اړين بولي.
ځاځي وويل: ((په ټولو ولسواليو او سيمو کې يوازې د بارانونو او سيندونو له اوبو استفاده نه کيږي. په ټولو ولسواليو کې موږ لويې ويالې او منظمې اوبه هم نه لرو، نو د دې لپاره چې زراعتي او للمي ځمکو ته اوبه ورسيږي، بايد په غرونو او غونډيو کې د اوبو ډنډونه جوړ شي.))
بزګران او بڼوال د يادو پروژو پر پلي کېدو خوښ دي او وايي, تر دې وروسته به په هر موسم کې خپل کرنيز محصولات په مناسبه بيه او ښه کيفيت بازار ته وړاندې کړای شي.
د ګردېز اړوند په بالاده سيمه کې د مڼو يو تن بڼوال حاجي سلام جان وايي: ((پکتيا د افغانستان او دنيا په سطحه ښې او رقم، رقم مڼې لري. چې سردخانې نه وې، پاکستان ته به مو وړلې، هلته به يې ارزانه هم رانه اخيستې او په لاره کې به هم ډېر مشکلات و. زموږ د مڼو بيه به کمه وه يا به د ايران مڼې پرې راغلې. اوس به انشاالله دا مشکلات نه وي.))
login or register a new account.