کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۹۹): د ولسي جرګې ځیني غړي وایي چې د ایران سرحدي ځواکونو په وروستیو درېیو ورځو کې ۱۳۶ افغان مهاجرین وژلي او باید افغان حکومت په دې اړه نړیوالو مراجعو ته شکایت وکړي.
نن د ولسي جرګې څلورو دایمي کمېسیونونو د افغان کډوالو وژل کېدو په تړاو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر، د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي او د هېواد امنیتي مسوولین ور غوښتي وو.
د فراه استازی عبدالستار حسیني ادعا کوي چې د غویي د ۱۱ پر ۱۲ شپه د ایران پوله ساتو ۵۰ افغان کډوال د هرات له ګلران ولسوالۍ سره سرحد کې وروسته له وهلو ټکولو سیند ته غورځولي چې له ډلې یې ۱۲ کسان ژغورل شوي او پاتې نور مړه شوي دي.
هغه دغه راز وویل چې له دې پېښې دوه ورځې وروسته د ایران پوله ساتونکو په یاده سیمه کې پر ۱۲۰ نورو افغان مهاجرو ډزې کړې، سل کسان یې وژلي او پاتې نورو تښتېدلي دي.
د هغه په خبره، ایرانیانو دغه سل کسان په یاده سیمه کې یوه ډله ییز قبر کې خښ کړي چې په دې اړه اسناد هم موجود دي او د افغان حکومت مسوولین هم جریان کې شوي دي.
هغه وویل چې دغه جنایت باید باید په نړیوالو بنسټونو کې تر څېړنې لاندې ونیول شي.
د دې جرګې غړې مریم سما هم وویل، کله چې په دې برخه کې شواهد موجود دي نو باید ځنډ را نه وستل شي او باید په اړه یې نړیوالې محکمې ته شکایت وشي.
د دې جرګې ځینو نورو غړو هم ورته نظر درلود.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر وویل چې دغه پېښه د افغانستان او ایران ګډ پلاوي له خوا څېړل کېږي او په محکمه کې د شکایت درجولو لپاره لاهې ته اړتیا ده چې نورې څېړنې وشي او په اړه یې اسناد وړاندې شي.
هغه وایي چې افغان حکومت به له څېړنو وروسته د هېواد او خلکو منافعو ته په کتو په دې اړه پرېکړه وکړي او په دې پرېکړه کې کېدای شي د اړیکو پرې کول، لاحې محکمې ته مراجعه او یا له ډیپلوماسي کار اخیستل شامل وي.
هغه په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو حضور د هېواد او مهاجرینو په ګټه نه بولي او وایي چې په دې اړه باید لازم اقدام وشي.
هغه دغه راز وویل چې افغانستان په هرات، فراه او نیمروز کې له ایران سره خلاصې پولې لري چې د ستونزو رامنځته کېدو لامل شوې چې باید وتړل شي.
login or register a new account.