Language

زلمي خلیلزاد پر افغان سولې پروسې هندي چارواکو سره خبرې کړې

کابل (پژواک، ۱۸ غویی ۹۹) : د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر افغان سولې پروسې له هندي چارواکو سره خبرې کړې دي.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا د غویي په ۱۸مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خلیلزاد نن سهار نوي ډیلي ته رسیدلی و.

سرچینې زیاته کړې چې هغه د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر او د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال په مشرۍ له هندي پلاوي سره لیدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، زلمي خلیلزاد  هندي چارواکو ته د افغان سولې پروسې پر وروستیو پرمختګونو معلومات ورکړل .

زلمي خلیلزاد په دې لیدنه کې د افغانستان، سوله، امنیت، بیارغونه او پرمختګونو کې د هندوستان د رول ستاینه کړې ده .

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر او دملي امنیت سلاکار یو ځل بیا د افغانستان سوله، ثبات او پرمختګ کې د خپل اړخه دهر ډول همکارۍ ډاډ و رکړ .

سرچینې زیاته کړې، هندي چارواکو په افغانستان کې د اهل هندو د امنیت او د هغوی د حقوقو په اړه هم غږ پورته کړ.

هندي مقاماتو په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي انديښنه څرګنده کړه او پر بیړني اوربند یې ټینګار وکړ .

دغه راز هغوی وویل چې د کرونا ضد مبارزه کې افغانستان سره یې مرستې کړې او راتلونکي کې به په دې برخه کې همکاریو ته ادامه ورکوي.

کابل (پژواک، ۱۸ غویی ۹۹) : د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر افغان سولې پروسې له هندي چارواکو سره خبرې کړې دي.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا د غویي په ۱۸مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خلیلزاد نن سهار نوي ډیلي ته رسیدلی و.

سرچینې زیاته کړې چې هغه د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر او د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال په مشرۍ له هندي پلاوي سره لیدلي دي.

login or register a new account.

Related Topics