Language

سیګار: د روان کال په لومړۍ ربعه کې اوه امریکایي سرتیري افغانستان کې وژل شوي

کابل (پژواک، ۱۸ غویی ۹۹) : د امریکا د سیګار اداره وایي چې د روان زیزدیز کال په لومړیو دریېو میاشتو کې په افغانستان کې اوه تنه امریکایي سرتیري وژل شوي چې درې تنه یې په غیر نظامي پيښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په افغانستان کې دامریکا د بیارغونې له چارو د څارونکې ادارې (سیګار لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په یاده موده کې ۱۱ نور امریکایي سرتیري ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاته کړې  چې له اوو سرتیرو څخه یې څلور  په نظامي او درې نور یې په غیر نظامي پيښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سیګار ویلي چې د اکتوبر ۲۰۰۱ زیږدیز کال راهیسې په افغانستان کې ۱۹۰۹ تنه امرریکایي سرتیري وژل شوي ، چې ۱۴۰۹ تنه یې په عملیاتو، ۴۹۷ تنه یې وروسته له ټپونو او پاتې نور یې په نورو بریدونو کې وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه راز ۵۳۰ تنه امریکایي سرتیري په غیر نظامي پيښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سیګار د معلوماتو له مخې، دغه راز په یاده موده کې ۲۰۶۶۳ تنه امریکایي سرتیري د عملیاتو پر مهال ټپي شوي دي.

دغې ادارې په افغانستان  کې د ناټو د روزنې د ماموریت په حواله ویلي چې په تیرو دریو میاشتو کې پر امریکایي او ناټو ځواکونو لخوا هیڅ داخلي برید نه دی شوی .

خو سیګار وایي چې د روان زیږدیز کال د فرورۍ په ۸مه، چې په ننګرهار ولایت کې دوه امریکایي سرتیري وژل شوي، په اړه یې پلټنې روانې دي چې داخلي برید و که نه.

خو د افغان امنیتي ارګانونو د معلوماتو له مخې، د روان زیږدیز کال له پیل راهیسې، سره له دې چې د امریکا او طالبانو په قطر کې تړون هم لاسلیک شوی، سلګونه افغان سرتیري او ملکي وګړي وژل شوي دي.

login or register a new account.