خوست (پژواک، ۱۹ غویی ۹۹) : د خوست ولایت امنیه قوماندان د وسله والو طالبانو په یوه برید کې له درېیو نورو پولیسو سره وژل شوی دی.
والي محمد حلیم فدایي د غویي په ۱۹مه، پژواک اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو د پیشمني پر مهال د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د شمبوات په سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی و.
هغه زیاته کړه، کله چې امنیه قوماندان او نور پولیس سیمې ته تلل، په لاره کې یې پر هاموې موټر چاودنه شوې ده.
والي وایي چې په دې چاودنه کې امنیه قوماندان مل پاسوال سید محمد بابازی ، دهغه سکرتر او یو سرتیری وژل شوي او یو بل سرتیری سخت ټپي دی چې په کوما حالت کې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین هم د قوماندان وژل تایید کړی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.