کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۹۹): طالبانو ویلي چې په لوېدیځ ولایت هرات کې یې د حکومت ۴۸ بندیان خوشي کړي دي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د غویي په ۱۹مه په ټویټر کې لیکلي چې د بندیانو خلاصون په لړ کې یې پرون او نن د هرات په ولایت کې ۴۸ عسکر خوشي کړل.
هغه زیاته کړې چې هر یوه خوشي شوي بندي ته یې جامې او ۵۰۰۰ افغانۍ د لارې کرایه هم ورکړل. شاهین ویلي چې دا لړۍ به په راتلونکې کې هم دوام ولري.
د یادونې ده، طالبانو تر اوسه د حکومت شاوخوا ۱۶۰ بندیان خوشي کړي دي. خو د افغانستان حکومت په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو شاوخوا زر بندیان خوشي کړي دي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل د افغانستان دولت له طالبانو غواړي چې تاوتریخوالی کم کړي، څو د ۱۵۰۰ زندانیانو له خلاصون وروسته د سولې مخامخ خبرې له ځنډ پرته پیل شي. د بندیانو خوشي کولو لړۍ د تېرې میاشتې د وري له پنځلسمې نېټې پیل شوې ده. د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي تړون له مخې باید د سولې بین الافغاني خبرې پیل شوې او له دغو خبرو مخکې د طالبانو ۵۰۰۰ او د حکومت ۱۰۰۰ بندیان خوشي شوي وای. د یاد تړون له لاسلیک وروسته ولسمشر اشرف غني لومړی د بندیانو له خوشي کولو انکار وکړ، ویې ویل چې له امریکا سره یې په دې اړه کومه ژمنه نه ده کړې، خو وروسته یې د یوې زماني مودې په ترڅ کې په مشروط ډول د بندیانو خوشي کولو فرمان ورکړ.
login or register a new account.