Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له کرونا جوړ شوى ناروغ: خلک دې د کرونا په اړه وېرونکې خبرې نه کوي

 ګردېز (پژواک، ۲۰ غويی ۹۹): پکتيا کې له کرونا ويروس څخه يو بېرته جوړ شوى ناروغ وايي چې ځينې خلک د دې ناروغۍ په اړه له حده زياتې وېرونکې څرګندونې کوي او ځينې يې بيا بېخي عادي ګڼي چې دواړه يې ناسم دي.

دغه ناروغ چې ٤٥ کاله عمر لري او نورګل نوميږي نن پژواک ته وويل چې په کرونا د اخته کېدو په لامل نه دی پوه شوی، خو له معاينې وروسته د ١٩ ورځو لپاره په روغتون کې بستر و.

نورګل وويل چې د ناروغۍ په وخت کې يې ساه بندي لرله، سردرد و، ژر ژر تبه پرې راتله او ډېره ځان دردي يې لرله.

دى وايي: ((سر مې خوږېده، ساه بندي وه، تبه ډېره راتله، خولې به شوم او د ځان له درد ښورېدی نه شوم. نور دومره سخت نه دی لکه دا خلکو چې فيل ترې جوړ کړی. خو بېخي عادي هم نه دى.))

له کرونا ياد رغېدلی ناروغ له خلکو د احتياطي تدابيرو عملي کولو غوښتنه کوي او وايي که څوک د يادې ناروغۍ نښې ولري يا پرې اخته وي، په خبره يې شرميږي دې نه او د درملنې لپاره دې روغتون ته مراجعه وکړي.

نورګل وايي: ((که څوک زکام، سردرد او دا نښې ولري، روغتون ته دې لاړ شي، ټېسټ دې ورکړي، که ناروغي يې لرله، علاج دې وکړي او که نه وه هم احتياط دې وکړي او له نورو دې خپل لوښی او کاسه بېل کړي؛ ځکه چې د نورو خلکو خيال بايد وساتي.))

د کرونا ناروغي د سل بستريز روغتون مسوول ډاکټر کريم وايي چې تر دې دمه په پکتيا کې د دې ناروغۍ ۲۰۲ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ۲۹ تنه ترې رغېدلي او ۵ نور مړه شوي دي.

ډاکټر کريم پژواک ته وويل: ((د کرونا خپله خاصه تداوي نشته، خو تر څنګ يې چې کومې ناروغۍ وي، لکه ټوخی، تبه، سردرد، زکام او نور، چې هغوی ته سب انفېکشن وايي، ډاکټران د هغو لپاره دوا ورکوي. د کرونا لپاره احتياطي او وقايوي تدابير مراعتول ضرور دي.))

د پکتيا د عامې روغتيا رييس ډاکټر ولايت خان احمدزی په هغو خلکو نيوکه کوي چې کرونا د عادي ګڼلو په اړه تبليغات کوي او وايي چې خلکو ته د سمو معلوماتو رسولو لپاره د ولسواليو روغتيايي کارکوونکو ته درې ورځنۍ روزنه پيل شوې ده.

احمدزي وويل: ((دا ناروغي په شاوخوا ۸۰٪ خلکو عادي تيريږي، په ۱۵٪ سختيږي، شاوخوا ۵٪ ناروغان بستر او ICU ته ضرورت لري او په دې کې هغه کسان د مرګ له ګواښ سره مخ کوي، چې نورې ناروغۍ، لکه د وينې فشار، شکر، د ګردو ناروغۍ او نورې ولري.

خلک دې په دې اړه جدي واوسي؛ ځکه دا ډېر په تېزې سرايت کوي او درملنه نه لري.)) د يادونې ده چې نن په ګردېز کې د کرونا ويروس ناروغۍ له روغتون څخه لس تنه ناروغان ښه او رخصت شول، خو راتلونکې دوه نورې اوونۍ به هم په کورونو کې قرنطين وي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.