ګردېز (پژواک، ۲۱ غويی ۹۹): لوړ ولور په پکتيا کې هغه لويه ټولنيزه او کلتوري ستونزه ده چې د ډېری پېغلو او هلکانو د ګډ ژوند مخه يې نيولې او تر دې دمه ورته د حل لار نه ده پېدا شوې.
څه موده وړاندې د پکتيا د اطلاعات او کلتور رياست پژواک ته ويلي و چې د لوړ ولور له امله په پکتيا کې شاوخوا ٪۴۰ ځوانان په خپل وخت واده نه شي کولای او کابو ٪۱۰ نور په دايمي ډول له ګډ ژوند جوړولو پاتې کيږي.
په ټولنيزو او اقتصادي چارو کې د پکتيا د والي مرستيالې زهرا احمدزۍ له پژواک سره د ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې د دوی د ادارې د مطالعې او سروې پر اساس لوړ ولور د هلکانو او نجونو د ژوند د تاوتريخوالي تر ټولو لوی لامل دی.
احمدزۍ وايي، پلرونه د خپلو اولادونو د خوشحاله ژوند مسوول دي او د هر هغه څه مخه بايد ونيسي، چې له امله يې د لور يا زوی ژوند خرابيږي.
نوموړې زياته کړه: ((د تاوتریخوالي او حقوق بشر کمېټې مشري زه کوم او کومې قضايا چې راځي او ما په عموم کې ستونزې مطالعه کړې، د ټولو مصيبتونو او ستونزو يوازينۍ منشا لوړ ولور دی.))
مدني فعاله ناجيه نګاه وايي چې د نجلۍ پر سر د زياتو پيسو اخيستو له امله د خسر په کور کې له نجلۍ سره ناوړه چلند کيږي او دا حالت پر ماشومانو مستقيم منفي اغېزې لري.
نګاه پژواک ته وويل: ((کله چې نجونې وديږي، له تاوتريخوالي او کړاوونو سره مخ کيږي، په عادي خبره وهل او ټکول کيږي. د تاوتريخوالي علت لوړ ولور او د خلکو ناپوهي ده.))
ديني عالم قاري خواجه الدين حقبيان وايي چې د لوړ ولور پوره کولو لپاره ځوانان په قاچاقي لارو نورو هېوادونو يا غير قانوني چارو ته لاس اچوي او په ټولنه کې اخلاقي انحراف ته لاره هواروي.
حقبيان دا کار د اسلام له نظره مردود بولي او له ديني عالمانو غواړي چې په دې اړه خلک وپوهوي.
نوموړی وايي: ((هر څوک چې خور، لور خرڅوي، نبي کريم"ص" فرمايي هغه ديوس دی. حضور کريم"ص" فرمايي چې د قيامت په ورځ به الله تعالی له اووه کسانو سره خبرې نه کوي او د رحمت په نظر به هم نه ورته ګوري او له هغوی يو هغه څوک دی چې پر خپله خور، لور پيسې اخلي.))
د ښځو چارو رياست وايي چې د لوړ ولور د کنټرول لپاره په ځينو سيمو کې تړونونه وشول، خو د قوي قومي څار او ملاتړ د نشتوالي له امله نه دي پلي شوي.
د ياد رياست مشره نسرين اورياخېل اندېښمنه ده چې لوړ ولور د کنټرول پر ځای لا هم لوړيږي او په دې برخه کې د حکومت مداخله اړينه بولي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP