Language

بلخ کې شاوخوا شل کسان هوايي برید کې وژل شوي

کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۹۹): د ملي دفاع وزارت وايي چې بلخ کې د دولتي ځواکونو هوايي عملیاتو کې یوولس طالبان وژل شوي او لس نور ټپیان دي، خو ځیني سیمه ییزې سرچینې وايي چې په دغو عملیاتو کې نهه ملکي وګړي وژل شوي او یوولس نور ټپیان دي. 

په هغې خبرپاڼه کې چې نن (سې شبنې) د ملي دفاع وزارت له خوا خپره شوې، راغلي چې تېره شپه د طالبانو یوه ډله د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ په پلاس پوش سیمه کې پر دولتي ځواکونو د برید لپاره پر سړک ماین خښاوه چې د امنیتي ځواکونو تر هوايي برید لاندې راغلل. 

سرچینه لیکي چې په دغو عملیاتو کې یوولس طالبان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

بلخوا د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي پژواک ته وویل، طالبان هغه مهال تر برید لاندې راغلل چې غوښتل یې سړک ویجاړ کړي.

هغه څرګنده کړه چې په دغه برید کې یوولس طالبان وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړه چې په دې پېښه کې دوه غیر نظامیان هم ټپیان شوي او دغه کسان طالبانو د سړک کیندلو لپاره راوستلي وو.

د دې سیمې یو کلیوال وال پژواک ته وویل: ((برید د شپې لس بجې هغه مهال وشو چې خلکو غوښتل د تراویح له لمانځه وروسته خپلو کورونو ته ولاړ شي.))

هغه وايي چې په دغه برید کې نهه ملکي وګړي وژل شوي او یوولس نور ټپیان شوي او طالبانو ته هېڅ زیان اوښتی نه دی.

تر اوسه طالبانو په اړه نظر نه دی ورکړی.

د یادونې ده، په دې وروستیو کې پر امنیتي ځواکونو د طالبانو بریدنونه ډېر شوي چې له امله یې دواړو لورو ته تلفات اوښتي دي.

login or register a new account.

Related Topics