Language

​د پکتيا نظامي متقاعدين: حکومت مو له يونيم کال راهيسې معاشونه نه دي راکړي

ګردېز (پژواک، ۲۳ غويی ۹۹): د پکتيا ولايت نظامي متقاعدين شکايت کوي چې حکومت ورته له يونيم کال راهيسې د تقاعد معاشونه نه دي ورکړي او د مالي اړتياوو له اړخه له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د دوی له ډلې څو کسانو د متقاعدينو د ټولنې په استازيتوب د پکتيا پرېس کلپ مخې ته د اعتراض پر مهال وويل، په پوره اخلاص يې هېواد ته خدمت کړی، خو د اوسنيو اړوندو ارګانونو نامسوول چلند يې ناهيلي کوي.

د کورنيو چارو وزارت يو تقاعد شوی افسر سمونومل نيازمحمد وايي چې د نوي اصل پر اساس بايد تقاعد شوي نظامي کارکوونکي د برېښنايي تذکرو پر اساس معاشونه واخلي، خو په خبره يې، د کرونا ناروغي له امله دولتي ادارې بندې او دوی بې سرنوشته پاتې شوي دي.

نوموړي پژواک ته وویل: ((تقريباً موږ ټولو د الکترونيکي تذکرو کارونه شروع کړي وو، زما په دوو شعبو کې کار پاتې و، نور خلاص و چې قرنطين شو، شعبې يې بسته کړې، انلاين يې قطع کړ. ثبت احوال نفوس رياست، د تذکرو مرکزونه هر څه بند شول او قصور يې زموږ معاش ته راووت.))

يو بل نظامي افسر عبدالحنان همکار وايي چې د ورځنيو اړتياوو پوره کولو لپاره د عايد بله لار نه لري او له شاوخوا يو نيم کال راهيسې يې د معاش نه اخيستو له امله زيات پوروړی دی.

همکار وويل: ((موږ پکتيا کې تقريباً ۴۰۰ متقاعدين يو، زموږ ستونزې ډېرې دي؛ ځکه چې په کال کې يو ځل معاش اجرا کېږي، طبعاً موږ زيات قرضونه ترلاسه کړي وي. له قرضدارانو يوه او بله خوا ځو، زموږ جسمي قوت له منځه تللی او ذهني قوت مو هم ضعيف دی، بل کار نشو کولای.))

يو بل تقاعد شوی نظامي کارکوونکی محمد حيدر د کرونا ويروس ناروغي اوږدېدو نامعلومې مودې ته په اشارې وايي چې اوسمهال دې دوی ته د پخواني اصل پر اساس امتيازات ورکړل شي.

حيدر پژواک ته وويل: ((ما د خپل وطن د خدمت لپاره ۴۵ کاله کار کړی، اوس د ګټې سړی نه لرم، ما خپله ښځه تداوي ته نه بيوله، وظيفه مې نه پرېښوده، اوس زه معاش له کومه کړم، موږ ته په زاړه سيستم معاش راکړئ، بيا چې کوم وخت تاسو ټاکئ، لاړ به شو، تذکرې به واخلو او اسناد به مکمل کړو.))

د پکتيا ولايتي اداره هم د نظامي متقاعدينو ياده ستونزه جدي بولي او له اړوندو مرکزي ادارو غواړي چې د دې مسلې د حل لپاره جدي ګام واخلي.

د ولايت وياند عبدالله حسرت پژواک ته وويل: ((دا ستونزه واقعا جدي ده. متقاعد کادرونه چې هېواد ته يې خدمت کړی، حق لري چې له ستونزو پرته يې امتيازات ورکړل شي، موږ له مرکز سره په اړيکه کې يو، دا د ټول هېواد ستونزه ده او بيا هم ټينګار کوو چې دا ستونزه بايد ژر حل کړي.))

د يادونې ده، د متقاعد شوو دولتي کارکوونکو سربېره د شهيدانو وارثين، معلولين او معيوبين هم ډېرى وخت د معاشونو ترلاسه کولو په پروسه کې له ستونزو شکايت کوي

login or register a new account.

Related Topics