غزني ښار (پژواک، ٢٤ غويی ٩٩): د تېرې يوې مياشتې په اوږدو کې د غزني ولايت د رشيدانو ولسوالۍ درېيم امنيه قوماندان هم د ماين په چاودنه کې ووژل شو.
د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند احمد خان سيرت د غويي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د رشيدانو ولسوالۍ د امنيې قوماندان څارمن علي والله پر موټر د قياق په دره کې د ځاى پرځاى شوي ماين چاودنه شوې ده.
نوموړى تور پورې کوي چې دغه ماين د وسله والو طالبانو له لوري ځاى پرځاى شوى و.
هغه وايي چې د يادې پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
دغه راز د قياق درې یوه اوسېدونکي محمد حسين پژواک ته وويل چې دغه سيمه په جغتو ولسوالۍ پورې اړوند او نا امنه ده.
دى زياتوي: ((رشيدانو ولسوالۍ ته خلک تګ راتګ پر همدې لار کوي، نو ډېرى وخت د حکومتي کسانو پر موټرو د ماين چاودنې کيږي.))
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې په تېره يوه مياشت کې د رشيدانو ولسوالۍ دوه نور امنيه قوماندانان هر يو قيوم اسلمي او غلام عباس هم د ماين په چاودنو کې وژل شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې تېرکال هم د رشيدانو ولسوالۍ څلور امنيه قوماندانان د بېلابېلو بريدونو په ترڅ کې وژل شوي وو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP