ګردېز (پژواک، ۲۴ غويی ۹۹): د پکتيا د میرزکې ولسوالۍ اوسېدونکو د خوړو نړیوال سازمان مرسته شوې ۱۳ ټنه هغه اوړه ګرځولي چې په درېیو نورو ولسوالیو کې پر اړمنو خلکو وېشل کېدل.
وړمه ورځ د دغه ولایت د ميرزکې ولسوالۍ ځينو اوسېدونکو د ځاځي اريوب، څمکني او احمدخېلو ولسواليو لپاره د خوړو نړيوال سازمان مرسته شوي اوړه ګرځولي او خپلې سيمه کې يې ځای پر ځای کړي دي.
د دغه ولایت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس شاديم خان هلال د غویي په ۲۴مه پژواک ته وويل چې د ميرزکې ولسوالۍ ځينو کسانو د خوړو نړیوال سازمان ۲۹۹۲ بوجۍ اوړه چې د يادو درېیو ولسواليو د همدومره شمېر کورنيو لپاره و، له لويې لارې ګرځولي دي.
هلال وايي چې پېښه تر جدي څېړنې لاندې ده او ژر به ګرځول شوي شاوخوا ۱۳ ټنه اوړه بېرته ترلاسه او ټاکل شوو سيمو ته ولېږدول شي.
نوموړي زياته کړه چې خلک په خورا زياتو ستونزو کې دي او د WFP له مسوولينو غواړي چې په خبره يې د ځينو کسانو د ناوړه چلند له مخې دې د زرګونه بېوزلو خلکو د اغېزمنېدو مخه ونيسي.
هلال ویلي: ((اوسمهال په پکتيا کې د WFP ټول پروګرامونه په موقتي ډول بند شوي، دا چې دا د زون مرکز دی، نو له دې امله د پکتيکا او خوست ولايتونو اکمالات هم ځنډېدلي دي. دا يوه بې سارې پېښه ده چې د ځينو نامسووله کسانو له خوا رامنځته شوې، خو موږ هڅه کوو، ستونزه به ژر حل شي.))
ولايتي شورا بيا وايي چې د ميرزکې ولسوالۍ د يوه کلي اوسېدونکو د اړتيا او بېوزلي له امله ياد اوړه خپلې سيمې ته ګرځولي او له خيريه بنسټونو د ټولو بېوزله سيمو خلکو ته د پاملرنې غوښتنه کوي.
د يادې شورا مرستيال ايوب غروال پژواک ته وویل: ((د پکتيا په ټولو ولسواليو کې اړمن خلک شته دي او مرستو ته اړتیا لري، په مرکز يا يوه ولسوالۍ کې چې شفافه مرسته کېږي، په ترتيب يې بايد د دويمې او درېيمې ولسوالۍ له خلکو سره هم مرسته وشي.))
د هغه په وینا، د ميرزکې خلک وايي چې دوی هم ډېره اړتيا لرله، د يادو درېیو ولسواليو له خلکو سره مخکې هم مرسته شوې، خو د میرزکې له خلکو سره تر اوسه چا مرسته نه ده کړې.
د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي د ځينو کسانو له خوا له لويې لارې د خوراکي توکو ګرځول خواشينوونکې او د غندنې وړ چاره بولي او وايي چې امنيه قومانداني په دې تړاو درې کسان نيولي دي.
سهي پژواک ته وويل چې د خوړو نړيوال سازمان دې په ډاډ خپلو روانو مهمو مرستو ته دوام ورکړي او دوی به په راتلونکي کې د ورته نامتوقع پېښو مخنيوي ته پوره چمتووالی ولري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP