کابل (پژواک، ۲۵ غویی ۹۹) : ولسمشر کومانډو ځواکونو ته وویل ، نن بیا هغه ورځ ده چې خپله توره له تېکي وباسئ او دښمن باید یو ځل بیا د کومانډو ځانګړو ځواکونو زور وویني.
له ارګ څخه د غویي په ۲۵مه، پژواک اژانس ته په یوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني نن په ریشخورو کې د تشریفاتو قطعې له معاینې وروسته د کومانډو ځانګړو عملیاتو قول اردو قوماندانۍ منسوبینو سره وکتل.
سرچینې زیاته کړې، په دغه کتنه کې چې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب هم حضور درلود، د وسله وال پوځ لوی درستیز ستر جنرال بسم الله وزیري ولسمشر غني ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، ستاسو له دایمي ملاتړ څخه مننه چې تل مو خپل سرتېري، بریدملان او افسران نازولي او ځانګړې پاملرنه مو ورته کړې ده.
د ملي دفاع وزارت لوی درستیز په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د ولسمشرد هلو ځلو قدرداني وکړه او ویې ویل، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون له لاسلیک وروسته د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان په لارښوونه یې په پوره تدبیر او ډسپلین اورکم مدیریت کړ، خو دښمن چې له دغه فرصت څخه په استفادې په روغتون کې پرافغان ښځو او ماشومانو باندې بریدونه کوي اودا هیچاته د منلو وړ نه ده.
هغه زیاته کړه : (( ستاسو د قوماندې او امر په اساس به تعرضي حالت ته له تګ سره موږ د تېر په څېر ستاسو په رهبرۍ د هېواد دفاع ته ادامه ورکړو او دښمن چې هرچېرې وي هغوی به وځپو او له منځه به یې یوسو.))
ولسمشر غني د ځانګړو عملیاتو قول اردو منسوبینو ته د وینا پرمهال وویل : (( هر ځل چې دلته راځم، د خوښۍ او ویاړ احساس کوم، ځکه تاسو د دې وطن پیاوړې مټې ،د قانون، ازادۍ او د هېوادوالو د سر او مال ساتونکي یاست. زه درباندې نازېږم.))
هغه زیاته کړه، له کومې ورځې چې د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان شوی ، تاسو ورځ تر بلې پیاوړي شوي یاست. تاسې افغانستان پالئ او زما مسئولیت دی چې تاسې وپالم او د ژوند ټولو ابعادو ته مو توجه وکړم.
ولسمشر وویل، د افغانستان کومانډو قطعات په تحرک کې دي او تجهیز شوي دي، تاسې پیاوړی عزم، قوت او اراده یاست او ټول هېواد درباندې نازېږي.
اشرف غني وایي، نن بیا هغه ورځ ده چې خپله توره له تېکي وباسئ او دښمن باید یو ځل بیا د کومانډو ځانګړو ځواکونو زور وویني. دوی خو د جنګ په میدان کې له تاسو سره د مخامخېدو وس نه لري، بلکې پر ماشومانو، ښخو او عامو هېوادوالو بریدونه کوي.
ولسمشر په ټینګار سره وویل : (( موږ هیچاته اجازه نه ورکوو چې اولادونه او مېرمنې مو شهیدان کړي. د دې وخت راغلی چې دښمن ته یو ځل بیا خپل قوت ورښکاره کړئ او زه باور لرم چې دا زور ورښکاره کولای شئ.))
هغه زیاته کړه ، یرغلیز حالت ته تګ د دې لپاره دی چې د سولې شرایط ایجاد شي او د سیاست په ډګر کې باید له دوی سره د عادلانه او تلپاتې سولې لپاره کېني.
ده زیاته کړه : (( موږ له سولې نه شاته کېږو. دوی فکر کوي چې افغانان به په ننواتې ورشي، زموږ تجهیزات او هلیکوپترې به د داغمه جاتو په توګه په ګاونډیانو وپلوري. ))
هغه څرګنده کړه، دوی له وطن دباندې پراته دي او فکر کوي چې وطن له مشرانو او زمریانو خالي دی، مګر زه ورته وایم، دا ټول زمریان دي چې دښمن به هر ځای ولټوي او نابود به یې کړي.
محمداشرف غني وویل : (( موږ غواړو د قانون د حاکمیت لپاره د قوې له استعمال پرته یوازې د کومانډو نوم کافي وي. تاسو د قانون، د هېواد د خپلواکۍ، ازادۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او راتلونکو پنځو نسلونو ساتونکي یاست.))
هغه زیاته کړه، دښمن باید د هېواد د عملیاتو د تحرک چې په دقت او مسوولیت پلان شوي، شاهد شي.
د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان وویل : (( زه باور لرم چې تاسو په خپلو پیاوړو مټو، ارادې او قوت هم سوله او ثبات راوړئ او هم جنګ مدیریت او د دوی شومې موخې خنثی کولای شئ. تاسو د ټول هېواد بچي یاست او هېواد ته په یوه سترګه ګورئ او زه درباندې ویاړم.))
د کومانډو ځانګړو عملیاتو قول اردو قوماندان ډګرجنرال محمدفرید احمدي د اطمنانیه وینا پرمهال وویل، چې د ولسمشر په هدایت یې په عالي عسکري ډسپلین اورکم مراعت او تطبیق کړ.
هغه ولسمشر او د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړ، چې ستاسو په مدبرانه رهبرۍ د تېر په څېر د هېواد دفاع ته ژمن او هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.