کابل (پژواک، ۲۶ غويی ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۴۱۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې او ۱۷ نور کسان یې له امله مړه شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت مرستیال ډاکتر وحید شکوهمند د غويي په ۲۶ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له۱۱۲۲ شکمنو پېښو ۴۱۴ یې مثبتې دي چې له دې سره په هېواد پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۶۰۵۸ ته لوړ شو.
هغه زیاته کړه، تراوسه له دې ناروغۍ ۷۴۵ کسان بېرته روغ شوي او ۱۵۳ تنه یې له امله مړه شوي دي.
د نوموړي په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کسان د کرونا له امله مړه شوي چې دا په یوه ورځ کې تر ټولو لوړه شمېره ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ۱۶۲ په کابل، ۱۳۳ هرات، ۲ په غزني، ۱۳ په کندهار، ۲۶ په ننګرهار، یوه په بغلان، ۲۴ په بلخ، ۲۰ په سمنګان، ۱۲ په پکتيا، ۸ په لغمان ، ۱۹ سمنګان ، ۵ کندوز، ۹ جوزجان، ۶ فاریاب، ۵ زابل، ۴ کونړ، ۲ کاپیسا، ۳ بدخشان، یوه یوه سرپل او دایکنډي او ۳ خوست کې ثبت شوې دي.
بلخوا په ټوله نړۍ کې د کرونا له امله د مړوشویو کسانو شمېره ۳۰۰ زرو ته رسېدلې، ۴ میلیون او ۵۵ زره کسان پرې اخته او یو میلیون او ۷۰۰زره کسان بېرته ترې روغ شوي دي.