کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۹۹) : د افغانستان حکومت د کابل او ننګرهار په بریدونو کې د طالبانو لاس نه لرلو په تړاو د خلیلزاد د څرګندونو په ځواب کې ویلي، دومره ژر او په عجله د طالبانو ډلې ته په خونړیو بریدونو کې له لاس لرلو برائت نه شي ورکول کیدلی.
د کابل او ننګرهار له بریدونو وروسته چې په ترڅ کې یې لسګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته، د افغانستان حکومت یې پړه پر وسله والو طالبانو واچوله چې ګوندې دغې ډلې نورو ترهګرو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لومړی وویل چې افغان حکومت او طالبان دې په ګډه د دې بریدونو څېړنه وکړي او بیا خلیلزاد اعلان وکړ چې طالبان په دغو بریدونو کې لاس نه لري.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر څرګندونو څو ساعته وروسته په خپل غبرګون کې ویلي چې د ملت او د افغانستان دولت په نزد د سولې پروسې اصلي مانع او د موجوده تاوتریخوالي د تداوم او په هېواد کې د جنګ او ویجاړۍ د ادامې عاملین د طالبانو ډله ده.
هغه زیاته کړې، طالبانو په کراتو د اوربند د تامین او له افغانستان دولت سره د سولې خبرو لپاره د خلکو او نړیوالې ټولنې غوښتنه رد کړې ده.
صدیقي ویلي، دومره ژر او په عجله د طالبانو ډلې ته په خونړیو بریدونو کې له لاس لرلو برائت نه شي ورکولای.
د نوموړي په وینا، په کابل کې په سل بستریز روغتون برید زیاتو څېړنو ته اړتیا لري او امنیتي بنسټونه ورباندې کار کوي.
ده زیاته کړې، د افغانستان دولت هیڅ وخت د سولې پروسې څخه شاتګ نه دی کړی، بلکې په هېواد کې د پایداره او باعزته سولې ته ژمن دی او اساسي ګامونه یې هم اخیستي دي.
د ولسمشر ویاند ویلي : (( زموږ نیت سوله ده او هیڅوک دې زموږ په نېت شک نه کوي، خو جنګ د طالبانو ډلې انتخاب کړی او د هېواد امنیتي ځواکونه هم د هېوادوالو د سر او مال د خوندیتوب په موخه هیڅ ډول کوښښونه نه درېغوي. ))