کابل (پژواک، ٢۷ غويي ٩٩): امنيتي مسوولين وايي چې په څلورو ولايتونو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو کې ١٥سرتېري او ۹۲ طالبان وژل شوي دي.
د اروزګان د والي وياند زړګي عبادي د غويي په ٢۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وړمه شپه وسله والو طالبانو د دهراوود ولسوالۍ په چتو کمپ سيمه کې د افغان ځواکونو پرمرکز بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې نهه امنيتي سرتېري او ٢١ طالبان وژل شوي او شپږ امنيتي سرتېري او اته طالبان ټپيان شوي دي.
دغه راز د ملي دفاع وزارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د هوايي ځواکونو د بريدونو پرمهال د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې ٢٣ طالبان وژل شوي او ١٤ نور ټپيان شوي دي.
سرچينه وايي چې په ټپي شويو طالبانو کې د دغې ډلې د لايزري قطعې قوماندان ملا سمسور هم شامل دى.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د پکتيا د سيدکرم ولسوالۍ په مچلغو بند سيمه کې د طالبانو او امنيتي سرتېرو ترمنځ جګړه شوې ده.
په پکتيا کې يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په ياده جګړه کې شپږ سرتېري او ١٤ طالبان وژل شوي او اووه امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.
همدارنګه په پکتيا کې د ٢٠٣ تندر قول اردو هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په دغه جګړه کې نهه طالبان وژل شوي او پنځه طالبان او دوه امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.
په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې تېره شپه د هلمند ولايت په سنګين او نهرسراج ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.
سرچينه وايي چې په ياده جګړه کې ٢٩ طالبان وژل شوي او ٣٨ نور ټپيان شوي دي.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د يوې بلې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د پکتيکا ولايت د ګومل ولسوالۍ په خنګلى او شاهين سيمو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې پنځه طالبان وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.
بل لورته وسله وال طالبان بيا يادې څرګندونې ردوي او وايي چې په يادو جګړو کې دوى امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP