Language

خوست ښار (پژواک، ۲۸ غویی ۹۸) : په خوست ولایت کې د یوې چاودنې له امله یو تن وژل شوی او لس نور ټپیان شوي دي.

دغه چاودنه نن مازديګر ناوخته روژه ماتي ته نږدې د تريزيو عليشېرو ولسوالۍ اړوند د عليشېرو په ښارګوټي کې شوې.

د خوست امنيه قوماندانۍ وياند عادل حيدر پژواک خبري اژانس ته د پېښې د تاييد ترڅنګ وويل چاودنه د مخکې له مخکې د ځای پرځای شویو چاودیدونکو توکو له امله رامنځته شوې.

نوموړي وويل چاودنه کې يو ملکي کس وژل شوی او د دوو پوليسو په ګډون لس نور ټپيان دي.

د عبدالناصر په نوم يو تن عيني شاهد بيا پژواک اژانس ته وويل له چاودنې وروسته يې د‌ پېښې په ځای کې پنځه شپږ کسان وليدل، چې په وینو کې لت پت پراته وو، خو ويې نه ويل چې څوک وو.

بل خوا په خوست ښار کې د بابریګل په نوم د خصوصي روغتون يو تن موظف ډاکټر پژواک ته وويل چې دوی ته د‌ پېښې له ځايه يو جسد او درې تنه ټپيان ور وړل شوي.

تردې دمه د پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په خوست چاودنې زیاتې شوې، والي حلیم فدایي له یوې چاودنې روغ ووتلو، خو ددې ولایت امنیه قوماندان په چاودنه کې وژل شو.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.