کندوز ښار (پژواک، ٢٨ غويی ٩٩): د کندوز د کويډ ١٩ روغتون يو شمېر ډاکټران وايي چې د عامې روغتيا وزارت له يوه بل دفتر سره د دغه روغتون د چارو د پرمخ بيولو تړون لاسليک کړى چې له مخې يې سل کارکوونکي بايد له دندو ګوښه کړاى شي.
د اړوندې موضوع په غبرګون کې د ياد روغتون ګڼ شمېر کارکوونکو نن اعتراضيه غونډه جوړه کړې وه.
د يادو کسانو په استازيتوب ډاکټر مجيد پژواک ته وويل چې د عامې روغتيا وزارت د کندوز د کويډ ١٩ روغتون له کارکوونکو سره درې مياشتنى تړون لاسليک کړى، خو اوس غواړي له ټاکل شوې مودې مخکې لسګونه کسان له دندو ګوښه کړي.
هغه وايي: ((وزارت د دغه روغتون د چارو د پرمخ بيولو تړون د چک په نوم له يوه دفتر سره لاسليک کړى او دغه دفتر د وزارت په همغږۍ پلان نيولى چې زموږ سل تنه کارکوونکي له دندو ګوښه کړي چې دا کار يې د قرارداد خلاف دى.))
دغه راز د ليدا په نوم يوې معترضې ډاکټرې وويل، ترڅو چې د قرارداد نېټه نه وي پوره شوې، دوى حاضر نه دي چې دندې پرېږدي.
هغې وويل: ((موږ ته يې درې مياشتې ويلي، بايد دغه موده پوره شي، ځکه دوى غواړي موږ له دندو ګوښه کړي او خپل د خوښې کسان راولي.))
په ورته وخت کې د کندوز د ولايتي شورا غړي امر الدين ولي هم وويل چې حکومت بايد د دغو ډاکټرانو له حقوقو سره سليقوي چلند ونه کړي او تر ټاکلې مودې يې د دندو د ترسره کولو اجازه ورکړي.
بل لورته د کندوز د عامې روغتيا رييس احسان الله فضلي پژواک ته وويل چې د عامې روغتيا وزارت او چک دفتر ترمنځ د تړون په اړه معلومات نه لري.
هغه وايي: ((دا امکان نه لري چې دومره ډېر کسان له دندو ګوښه شي، دغه موضوع مو له وزارت سره شريکه کړى ترڅو حل يې کړي.))
د يادونې ده چې تر اوسه په ټول هېواد کې د کرونا ويروس ٦٤٠٢ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ٧٠ يې په کندوز ولايت پورې اړوند دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP