Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ګردېز (پژواک، ۲۹ غويی ۹۹): د پکتيا ولايت ځينې ديني عالمان د جګړې زياتېدو ته اندېښمن دي او له وسله والو طالبانو غواړي چې د کوچني اختر د خوښۍ په مناسبت اوربند او د سولې بين الافغاني خبرې پيل کړي.

دوی په يوه ناسته کې روان حالت د ټولو افغانانو په زيان وباله او ټينګار يې وکړ چې ټول افغاني قشرونه دې د روانې کورنۍ جګړې په درولو کې خپل مسووليت تر سره کړي.

ديني عالم مولوي خالقداد حقاني وايي, روانه جګړه هېڅ توجيه نه لري او غځولو ته يې پلمې لټول منطقي کار نه دی.

حقاني وويل چې د سولې په برخه کې د ديني عالمانو فعاليت لا هم د قناعت وړ نه دی او بايد په دې برخه کې زياتې هڅې وکړي.

نوموړي زياته کړه: ((هغه بهانې چې د جنګ لپاره لټول کيږي، د هغو پر ځای بايد د سولې لپاره کوشش وشي.))

د پکتيا د ديني علماوو شورا مشر قاري خواجه الدين حقبيان ټينګار کوي چې سياسي کړکېچ بايد په بشپړ ډول حل او ټول سياسيون دې خپلې هڅې پر سولې او ثبات متمرکزې کړي.

حقبيان وايي: ((جنګ؛ جنجالونه، کرکې او نفرتونه زېږوي. په جنګ کې د دواړو خواوو نقصان دی، خو ولس ته يې ډېر ضرر رسيږي؛ ځکه چې دواړو طرفونو ته افغان بچي له منځه ځي.))

يو بل ديني عالم مولوي محمدشاه فضلي روان حالت تاريخي ازمايښت بولي او وايي چې د کرونا او بېوزلي سربېره د کونډو او يتيمانو زياتېدل هغه ننګونې دي، چې که ژر يې مخه ونه نيول شي ملت به يې د مسووليت له دروند بار څخه ونه وتلای شي.

فضلي په دولتي چوکاټ کې ديني عالمانو ته د ډېرې او اغېزناکې ونډې په ورکولو ټينګار کوي او وايي چې تر دې دمه په دولت کې د دوی ونډه سمبوليکه ده.

نوموړي زياته کړه: ((جنګ ټوله بدبختي ده، چې له امله به يې په هر ځای کې چاودنې کيږي او انسانان به وژل کيږي. زموږ غوښتنه دا ده چې نور بايد سوله راشي.))

بل لورته د پکتيا ولايتي اداره وايي, د هر هغه غږ ملاتړ کوي، چې په هېواد کې د سولې او ثبات په ټينګښت کې مرستندوی وي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.