Language

غزني ښار (پژواک، ٢٩ غويی ٩٩): د غزني حکومتي مسوولين ادعا کوي چې وسله والو طالبانو په جغتو ولسوالۍ کې درې ملکي وګړي او دوه سرتېري وژلي او بيا يي د هغوى جسدونو ته اور اچولى، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند احمد خان سيرت د غويي په ٢٩ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو پرون د جغتو ولسوالۍ په قياق دره کې درې ملکي وګړي او دوه پوليس پر ډزو وژلي دي.

هغه وايي چې طالبانو وروسته د يادو کسانو جسدونه ته په يوه موټر کې اور اچولى او سوځولي يې دي.

دى زياتوي: ((د طالبانو له خوا هره ورځ په هېواد کې دغه ډول بريدونه ترسره شوي چې له امله يې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.))

په ورته وخت کې د غزني د والي وياند وحيدالله جمعه زاده هم ياده پېښه تاييدوي او وايي چې طالبانو د يادو کسانو تر وژلو وروسته جسدونو ته يې اور اچولى دى.

هغه دا هم وويل چې تېره ورځ په ده يک ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د ځاى پرځاى شوي ماين په چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

خو بل لورته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دغه څرګندونې رد کړې او پژواک ته يې وويل چې طالبانو پرون په قياق دره کې هغه موتر په راکټ ويشتلى چې حکومتي سرتېري په کې سپاره وو او وژل شوي دي.

د يادونې ده چې په غزني ښار کې نن سهار د موټر بم بريد شوى چې له امله يې د ملي امنيت اووه کارکوونکي وژل شوي او ٤٢ نور ټپيان شوي دي.

د دغه موټر بم بريد مسووليت وسله والو طالبانو منلى دى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.