دويم تعقيب-غزني ښار (پژواک، ٢٩ غويی ٩٩): د غزني ولايت په موټر بم بريد کې د ملي امنيت ١٢ کارکوونکي وژل شوي او ٤٨ نور ټپيان شوي دي.
د غزني د والي وياند وحيدالله جمعه زاده د غويي په ٢٩ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا څلور نيمې بجې وسله والو طالبانو د غزني ښار د اسلامي ثقافت مرکز ته څېرمه د ملي امنيت پر ٧٠٣ قطعې د هاموې ټانګ په وسيله بريد وکړ.
هغه وايي چې په دغه بريد کې د ملي امنيت اووه کارکوونکي وژل شوي او ٤٠ نور ټپيان شوي دي.
ده وويل چې په ټپيانو کې د اتو تنو وضعيت د اندېښنې وړ دى، خو زياتوي چې د بريد له امله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
خو د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکټر باز محمد بيا پژواک ته وويل چې له دغه بريد څخه اووه جسدونه او ٤٢ ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.
ده هم وويل چې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي وضعيت ښه نه دى.
خو د روغتون يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې له دغه بريد څخه ١٢ جسدونه او ٤٨ ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.
ده وويل چې وژل شوي او ټپيان ټول حکومتي کسان دي.
همدارنګه د غزني ښار یوه اوسېدونکي رحيم الله پژواک ته وويل: ((سهار د لمانځه مهال و چې ډېره قوي چاودنه وشوه، تر ډېرو ځايونو پورې د خلکو د کورونو ښيښې ماتې شوې دي.))
بل لورته د ياد بريد مسووليت وسله والو طالبانو منلى دى.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته وويل چې د غزني دغه بريد د زيد کندهاري له لوري د هاموې ټانګ په وسيله د ملي امنيت د ٧٠٣ او صفر شپږ پر قطعو ترسره شوى دى.
دى وايي چې په دغه بريد کې د کنډک د قوماندان نقيب الله اورګوني په ګډون ٥٦ حکومتي سرتېري وژل شوي او ٤٢ نور ټپيان شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP