Language

په کندهار کې ۵ پولیس وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي

کندهار (پژواک، ۳۰ غویی ۹۹): د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د یوه برید له امله د یوه قوماندان په ګډون ۵ پولیس وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.

پېښه تېره شپه د دغې ولسوالۍ د توغړي په امنیتي پوسته کې شوې ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند لومړي څارن جمال ناصر بارکزي د غویي په ۳۰مه پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه د معروف ولسوالۍ د توغړي په امنیتي پوسته کې درېیو تنو پر پولیسو برید کړی دی.

هغه زیاته کړه، په دې نښته کې د امنیتي پوستې د قوماندان منیر په ګډون ۵ پولیس وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.

دی وايي، د پولیسو په ځوابي ډزو کې د درېیو برید کوونکو له ډلې دوه یې وژل شوي او یو یې تښتېدلی دی.

بارکزي وویل، د امنیې قوماندانۍ یو ټیم د پېښې ځای ته رسېدلی او په دې اړه یې څېړنې پیل کړي چې برید خپلمنځي نښته ده او که د نفوذي کسانو له خوا شوی دی.

خو وسله والو طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې د یوه نفوذي برید په پایله کې یې د ۴ قوماندانانو په ګډون ۱۸ سرتېري وژلي دي.

د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي وايي، تېره شپه یې د معروف ولسوالۍ د توغړي سیمې د پوځي په نوم په امنیتي پوسته کې د خپلو ۳ کسانو په وسیله نفوذي برید کړی دی.

هغه زیاتوي، په دې برید کې یې د څلورو قوماندانانو منیر، بشیر، ملوک او مشال په ګډون ۱۸ سرتېري وژلي دي.

معروف ولسوالۍ د ولايت له مرکز څخه ١٩٠ کيلومتره لرې ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده چې د زابل ولايت له اټغر، شمولزو، شينکۍ او سيوري ولسواليو سره نښتې ده.

دغه ولسوالي د کندهار له ناامنو ولسوالیو څخه ده چې ډېر مهال په کې د وسله والو له خوا پر امنیتي پوستو بریدونه تر سره کېږي.

login or register a new account.

Related Topics