Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې یوه ۱۵ کسیزه وسله واله ډله له دولت سره یوځای شوه

پلخمري (پژواک، ۳۱ غویی ۹۹): د بغلان چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو يوې ١٥ کسيزې ډلې چې په تاله برفک ولسوالۍ کې یې فعاليت درلود، د سولې له پروسې سره يوځاى شوه، خو طالبان دغه موضوع ردوي.

د بغلان ولایت سرپرست والي عبدالقدیم نیازي د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې خبري ناستې ته وويل چې د ملي امنيت په هلو ځلو د محمد زمان په مشرۍ د وسله والو طالبانو يوه ١٥ کسيزه ډله نن د سولې له پروسې سره يوځاى شوه.

هغه وويل چې يادې ډلې له تېر يو کال راهيسې په تاله برفک ولسوالۍ کې وسله وال فعاليت درلوده چې اوس د سولې له پروسې سره پر ځاى کېدو به يې په دغه ولسوالۍ کې امنيت وضعيت تر پخوا ښه شي.

دغه راز د بغلان ولايتي شورا مرستيال شمس الحق بارکزي وويل چې محمد زمان پخوا دولت پلوى و، خو په کومې مسئلې خوابدى شو او د دولت ضد وسله وال فعاليت يې پيل کړ.

هغه زياتوي: ((د محمد زمان په بېرته راتګ اوس ټول خوښ دي.))

همدارنګه محمد زمان پژواک ته وويل چې د پوليسو له لوري پرې ظلم شوى و او چا يې غږ نه اورېده، نو ځکه له وسله والو طالبانو سره يوځاى شو.

ده وويل: ((اوس مې پر دولت بېرته باور پيدا شوى، له خپلو ملګرو سره بېرته راغلم او له دولت سره به خپلې همکارۍ ته ادامه ورکوم.))

خو بل لورته طالبان بيا دغه موضوع ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په بغلان ولايت کې د طالبانو کومه ١٥ کسيزه ډله له دولت سره نه ده يوځاى شوې.

هغه وايي: ((ورغلي ۱۵ تنه ټول پخواني اربکیان دي چې یوځل طالبانو ته تسلیم شوي وو او په کور کېنول شوي وو.))

د يادونې ده چې په تېرو څو کلونو کې په بېلابېلو ولايتونو کې ډېرې وسله والې ډلې له حکومت سره يوځاى شوې دي، خو د وخت په تېرېدو سره يې بېرته د مخالفت لار غوره کړې ده.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.