Language

ولسي جرګه: حکومت دې ژر تر ژره نوي وزیران را معرفي کړي

کابل(پژواک،۳۱ غویی ۹۹): د ولسي جرګې یو شمېر غړو د هېواد پر وروستیو ناامنیو د ژورې اندېښنې څرګندولو ترڅنګ له حکومته وغوښتل چې وزیران وټاکي او ژر تر ژره دې جرګې ته معرفي کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسي جرګې نن د ملي دفاع وزارت، د ملي امنیت سرپرست او د کورنیو چارو وزارت سرپرت ور غوښتي وو، خو د پارلماني چارو وزارت د ولسي جرګې اداري پلاوي ته وویل چې هغوی د بوختیاوو له امله نن نه شي درتللی.

د ولسي جرګې وکیلانو نن د هېواد پر امنیتي وضعیت بحث درلود.

د بلخ د خلکو استازي عبدالظاهر تمیم د هېواد د وروستیو نا امنیو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې یواځې په غور ولایت کې په تېرو درېیو ورځو کې درې پوستو سقوط کړی او تر ۵۱ ډېرو امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زیاته کړه، چې د هېواد د امنیتي ارګانونو سرپرستان ځواب ویونکي نه دي او حکومت باید ژر تر ژره نوي وزیران وټاکي او ولسي جرګې ته د باور رایې ترلاسه کولو لپاره یې ور معرفي کړي.

د نیمروز د خلکو استازي ګل احمد نورزاد هم پر خراب امنیتي وضعیت اندېښنه وښوده او ادعا يې وکړه چې امنیتي مشران ددې سکتور د مشرۍ وړتیا نه لري.

هغه هم غوښتنه وکړه چې سم تکړه او با ظرفیته خلک دې امنیتي ارګانونو ته ور معرفي شي.

د کندوز د خلکو استازي محمد الله بتاش هم له حکومته وغوښتل چې ژر تر ژره نوي وزیران جرګې ته ور معرفي کړي.

د ولسي جرګې لومړی نایب میرزا محمد کټوازي چې نن یې د جرګې ریاست ور پرغاړه و، وویل چې د اړوندو امنیتي ادارو مشران نن د بوختیاوو له امله رانغلل.

هفه زیاته کړه، د ولسي جرګې بله ناسته کې باید یاد مشران راشی او د خلکو د استازو اندېښنو ته ځواب ووایي.

کټوازي ګواښ وکړ چې که دوی بیا هم رانغلل نو قانوني چلند به ورسره وشي.

د ولسي جرګې مرستیال هم د هېواد پر نا امنیو اندېښنه وښوده او له حکومته یې وغوښتل چې ژر نوي وزیران ور معرفي کړي.

login or register a new account.