کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۹) : د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې وسله والو طالبانو د روژې میاشتې په څلورمه اوونۍ کې هم ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
د یادې شورا له خوا دغبرګولي په لومړۍ نېټه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، طالبانو د روژې مبارکې میاشتې په څلورمه اوونۍ کې د هېواد په ۲۰ ولایتونو کي ۲۵ولسي وګړي وژلي او ۸۹ نور يې ټپیان کړي دي.
سرچینې زیاته کړې چې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په کندوز، خوست او کابل ولایتونو کې اوښتې ده.
تر دې مخکې د ملي امنیت شورا ویلي و، چې طالبانو د روژې مبارکې میاشتي په درېیمه اوونۍ کې د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې ۷۹ ولسي وګړي وژلي او ۲۱۸ نور يې ټپیان کړي وو.
د ملي امنیت شورا د معلوماتو له مخې، دغه راز د روژې په دویمه اوونۍ کې په ۱۸ ولایتونو کې ۲۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۷۴ نور ټپیان شوي وو.
دغه راز حکومت ادعا کړې وه، چې د روژې مبارکې میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې وسله والو طالبانو په ۱۷ ولایتونو کي ۱۷ ولسي وګړي وژلي او ۴۹ نور یې ټپیان کړي دي.
د ملي امنیت شورا وایي چې طالبانو تر اوسه د روژې په میاشت کې ۱۴۶ ملکي وګړي وژلي او۴۳۰ نور یې ټپیان کړي دي.
خو طالبانو د حکومت دغه ادعاوې رد کړې دي، هغوی وایي چې دوی په عملیاتو کې ملکیانو ته پاملرنه کوي او ادعا کوي چې ملکي وګړي د حکومت او بهرنیانو په عملیاتو او بمباریو کې وژل کیږي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن