Language

د پکتيا اوسېدونکي: نړيوال ځواکونه له ترهګرۍ سره په مبارزه کې رښتيني نه دي

ګردېز (پژواک،د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۹):د پکتيا ولايت اوسېدونکي او ولايتي شورا وايي چې نړيوال ځواکونه له ترهګرۍ سره په مبارزه کې رښتينې نه دي، ځکه د شلو کلونو په تېرېدو سره لاهم افغانستان کې امنيت نه دى ټينګ شوى.

دوی تور پورې کوي چې امريکا په لوی لاس جګړه غځوي؛ که نه په خبره يې پر وسله والو طالبانو او د ترهګرۍ پر ملاتړ معلومو ادرسونو به يې لازم فشار راوړی و.

د ولايتي شورا مرستيال ايوب غروال روان جګړه ييز حالت خورا اندېښمنوونکی او د نه منلو وړ بولي او وايي سره له دې چې وسله والو طالبانو بريدونه زيات کړي او پاکستان په ښکاره له جنګي ډلو ملاتړ کوي، امريکا يې پر وړاندې هېڅ ډول اقدام نه کوي.

غروال پژواک ته وويل: ((پر مرکزي ادارې زموږ دا غږ دی چې د خپلو سياسي موقفونو او ګټو لپاره له کړکېچونو تېر شي. خلکو هيله لرله چې سم حکومت ولري، دوی بايد د حکومت تقويت ته کار وکړي.))

د ولايتي شورا غړی تاج محمد منګل له طالبانو سره د امريکا نږدې اړيکې، له دې ډلې سره د سولې تړون او بېرته پر افغانانو د جګړې زياتوالی د پوښتنې وړ بولي او وايي چې ياد هېواد بايد له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېکړې او ستراتېژيک تړون پر بنسټ مخ ته ولاړ شي.

منګل زياته کړه: ((د سولې لپاره د بنديانو چې کوم پروګرام دی، د سيمې ځينې استخباراتي کړۍ، چې په مخ کې يې طالبان او تر شاه يې د دوی حمايت دی، غواړي په لوی لاس د سولې پروسه چلنج کړي او افغانستان د تل لپاره په جنګونو کې پاتې شي، تر څو دوی خپلو شومو اهدافو ته ورسيږي.))

د لويې پکتيا فرهنګي ټولنې مشر سيدجمال الدين اصف خېل وايي، په افغانستان کې د جګړې ختمولو لپاره د امريکا متحده ايالتونو پاليسي ناکامه ده او دوی پرې کلکې نيوکې لري.

اصف خېل پژواک ته وويل چې په افغانستان کې د کمزورې رهبرۍ رامنځته کېدو او کړکېچونو په دوام کې امريکا ښکېله ده او اندېښنه ښيي چې ياد هېواد د ده په خبره په خپله دوه مخې پاليسي افغانستان يوازې پرېښودل غواړي.

نوموړي زياته کړه: ((له شک پرته د امريکا د متحده ايالاتو دا جګړه، چې په سيمه کې يې شروع کړې، ناکامه جګړه ده، دوی هېڅکله د افغانستان د خلکو خواخوږي نه دي. دوی چې کومې کړنې کوي، دا ناکامۍ پاليسۍ دي او متاسفانه دوی دوه مخی سياست کوي.))

حقوقي کارپوه جمعه ګل افغان بيا پر افغان سياسيونو نيوکه کوي چې د واک پر سر د دوی ناندرۍ او پراخ اداري فساد پر ځان د هېواد بسيا کېدو په لاره کې خنډ شوي دي.

افغان وويل: ((زموږ لپاره مهمه دا ده چې دا وطن زموږ دی او افغانان بايد دا پرستېژ خپل کړي. له افغان اړخونو غواړو چې د مشخصو اهدافو لپاره مشخصه اجنډا جوړه کړي، که څوک د دې لپاره نه کېني شعارونه يې دروغ دي.))

بل لورته بهرنيو ځواکونو د يادو څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.