Language

د شوال میاشت ونه لیدل شوه، کوچنی اختر د یکشنبې په ورځ ده

کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۹۹) : د سعودي عربستان سترې محکمې اعلان کړی دی چې د شوال میاشت ونه ولیدل شوه، سبا د روژې مبارکې میاشتې ۳۰مه او یکشنبه به کوچنی اختر وي.

تر دې مخکې د سعودي سترې محکمې له خلکو غوښتي وو، چې نن د جمعې په ورځ ماښام مهال دې د شوال د میاشتې دلیدلو هڅه وکړي او لیدلو په صورت کې دې ځایی محکمو ته خبر ورکړي. 

خو سعودي رسنیو خبر ورکړی دی چې ددغه هیواد په هیڅ برخه کې د شوال میاشت ونه لیدل شوه نو ځکه شنبه د روژې۳۰مه او یکشنبه به کوچنی اختر وي.

د یادونې وړ ده چې په متحده عربي امارات، مصر، ترکیه، اندونیزیا، مالیزیا او ګڼ شمیر نورو اسلامي هیوادونو کې هم د یکشنبې ورځ اختر اعلان شوی دی.

د افغانستان سترې محکمې هم اعلان کړی چې سبا د روژې ۳۰مه او یکشنبه به اختر وي.

login or register a new account.