Language

تخار کې د دوو غیر مسوولو وسله والو ترمنځ نښته کې ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندوز ښار ( پژواک، ۴ غبرګولی ۹۹) : په تخارولایت کې ددوو نامسوولو وسله والو ډلو ترمنځ نښته کې ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل  اسیر د غبرګولي په ۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا نښته نن ددغه ولایت د کلفکان ولسوالۍ په قروق سای په کلي کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه چې هلته په یاده سیمه کې د دوو غیر مسوولو وسله والو ترمنځته نښته شوې چې له امله یې له دواړو لوریو څخه ۹ تنه وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي.

د اسیر په وینا، په وژل شويو کسانو کې د مهدي په نامه د غیر مسوولو وسله  والو یو تن قوماندان هم شامل دی.

د امنیه قوماندانۍ ویاند په دې اړه نور جزییات  ورنکړل.

دا نښته په داسې حال کې شوې چې نن دافغانستان ددولت او طالبانو لخوا داختر دریو ورځو کې اوربند اعلان شوی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.