Language

د افغانستان حکومت او طالبانو د اختر په ورځو کې اوربند اعلان کړ

کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۹۹) : د افغانستان حکومت او وسله  والو طالبانو د نیکمرغه کوچني اختر په ورځو کې د اوربند اعلان کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا تیره شپه ناوخته په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دوی د اختر په ورځو کې اوربند اعلانوي.

ده ویلي چې ددوی مشرتابه خپلو ټولو وسله والو ته سپارښتنه کړې چې هیچرې دې یرغلیز بریدونه نه کوي او د هیوادوالو د ارامه اختر لپاره ټول اقدامات وکړي.

خو هغه زیاته کړې چې پر دوی باندې د هر ډول بریدونو څخه به دفاع کیږي او ځواب به یې ورکول کیږي.

د طالبانو ویلي چې دوی خپلو کسانو ته اجازه نه ورکوي چې د حکومت ساحو ته ورشي او نه هم هغوی ته اجازه ورکول کیږي چې دطالبانو ساحو ته ولاړ شي.

بلخوا ولسمشر اشرف غني د طالبانو د اعلان  د هرکلي ترڅنګ د حکومت له لوري هم د اوربند اعلان کړی دی.

هغه په ټویټر کې لیکلي د وسله والو ځواکونو د سراعلی قوماندان په توګه ټولو ځواکونو ته امر کوي چې داختر په ورخو کې دې اوربند وکړی .

د یادونې وړ ده چې د  افغانستان حکومت او نړیوالې ټولنې د روژې او کرونا په مناسبت د اوربند غوښتنې کولې، خو طالبانو رد کړي وو.