کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۹۹): د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۵۸۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې ورسره په هېواد کې د ټولو ناروغانو شمېره لس زره او ۵۸۲ ته رسیدلې ده.
عامې روغتيا وزارت له خوا د غویي په ۲مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۱۲۰۶ شکمنو پېښو ۵۸۴ یې مثبتې دي چې له دې سره په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۰۵۸۲ ته لوړشو.
سرچینې زیاته کړې، تراوسه له دې ناروغۍ ۱۰۷۵ کسان بېرته روغ شوي او ۲۱۸ نور یې له امله مړه شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې تر ټولو زیات ۳۵ په هرات، ۳۰ په بلخ او ۲۹ په کابل کې مړه شوي دي، دغه راز ۲۱ په ننګرهار کې ۱۶ کندهار کې، ۱۴ غزني کې، او اته تخار کې مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې تر تولو زیاتې ۳۳۴ په کابل، او۱۰۰ په هرات کې ثبت شوې دي.