Language

په تېرو لسو ورځو کې له سل زره ټنو ډېر توکي هېواد ته وارد شوي

کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۹۹) : د ترانسپورټ وزارت وایي چې په تېرو شاوخوا لسو ورځو کې له بهر څخه په ۱۸۹۴ واګونونو کې شاوخوا سل زره ټنه توکي هېواد ته را وارد شوي دي.

ددغه وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې توکو کې تېل، ګاز، غنم، اوړه، غوړي او نور خوراکي توکي شامل دي .

سرچینې زیاته کړې چې دا توکي د حیرتان، اقینې او تورغنډۍ بندرونو له لارې هېواد ته راوړل شوي دي.

د ترانسپورټ وزارت ویلي، چې په را وارد شویو توکو کې ۳۷ زره ټنه تېل، ۱۱۷۰۰ ټنه مایع ګاز، ۱۲۱۰۰ ټنه غنم، له ۴۱ زرو ټنو ډېر اوړه، دوه زره ټنه غوړي، ۲۶۰۰ ټنه غیر غذایي توکي او ۲۶۰۰ ټنه ساختماني توکي شامل دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ترانسپورټ وزارت ژمن دی چې د کرونا له امله دقرنطین په ورځو کې به د هېوادوالو د اړتیا وړ توکو وارداتو ته ادامه ورکوي.

د یادونې ده چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د کرونا له امله دکابل په ګډون په زیاترو ولایتونو کې قرنطین وضعه شوی دی.

login or register a new account.