Language

ایران پر قتل تورن پنځه افغانان افغانستان ته وسپارل

کابل (پژواک، ۱۳غبرګولی ۹۹):د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د ایران پولیسو پنځه تنه په قتل تورن افغانانان چې هغه هېواد ته تښتېدلي وو، د افغانستان د انټرپول پولیسو ته وسپارل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پنځه تنه په هرات، کاپیسا او لوګر ولایتونو کې د څلورو تنو په وژلو تورن دي او ایران ته تښتېدلي وو.

د هغه په وینا، د ایران پولیسو دغه پنځه تنه وروسته له هغه چې په اړه یې معلومات ورکړل شول، د ایران په بېلابېلو ښارونو کې ونیول او د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ هوکړې له مخې یې، د افغانستان پولیسو ته وسپارل.

ایران تر دې مخکې هم د یادې هوکړې له مخې، ځینې هغه افغان مجرمین چې ایران ته تښتېدلي وو، افغانستان ته سپارلي دي.

login or register a new account.