کابل (پژواک، ١٥ غبرګولى ٩٩): د ترانسپورټ وزارت وايي، په تېرو درېيو ورځو کې ٦٧٠ واګونه سوداګريز توکي چې نږدې ٤٠ زره ټنه کيږي، هېواد ته راوړل شوي دي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د غبرګولي په ١٥مه د ترانسپورټ وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو درېيو ورځو کې د حيرتان، اقينې او تورغونډۍ بندرونو له لارې ٣٩١٧٢ ټنه سوداګريز توکي هېواد ته راوړل شوي دي.
سرچينه وايي چې په دغو توکو کې ١١٤٧٧ ټنه تېل، ٤٧٨١ ټنه ګاز، ٤٧٤٥ ټنه غنم، ١٣٢٨٠ ټنه اوړه، ٨٢٦ ټنه غوړي، ٢٣٩٠ ټنه غير خوراکي توکي او ١٦٧٠ ټنه ساختماني مواد شامل دي.
د ترانسپورټ وزارت وايي چې په هېواد کې د کرونا ويروس له رامنځته کېدو وروسته د هېوادوالو د اړتياوو د پوره کولو په موخه يې د هېواد له بندرونو څخه د خوراکي او نورو توکو واردولو ته سرعت ورکړى، ترڅو هېوادوال له ستونزو سره مخ نه شي.
د يادونې ده چې هېواد ته د کرونا ويروس له راتګ وروسته د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ډېرو ولايتونو کې پر تګ راتګ محدوديت وضع شوى، خو په دې وروستيو کې خلک دغه محدوديت نه مراعتوي چې له امله يې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر ورځ تر بلې ډېريږي.
login or register a new account.