Language

د ولسمشرحقوقي سلاکار: د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر وضعیت د منلو نه دی

کابل (پژواک، ۱۶ عبرګولی ۹۹) : په حقوقي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار وایي چې د کابل د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر وضعیت د منلو نه دی او د ولسمشر له حکم سره سم یې ارزونه پیل کړې ده.

کبیر خان عیسی خېل په ټویټر کې لیکلي چې پرون یې د چارو دادارې د پانګونې د تسهیل واحد رییس عطاءالله نصیب په ملتیا د حامدکرزي نړیوال هوایي ډګر د رهبرۍ له غړو سره ولیدل.

ده زیاته کړې : ((د ولسمشرله هدایت سره سم د کابل نړیوال هوایي ډګر وضعیت د منلو نه دی او موږ د وضعیت د ارزونې لپاره مؤظف شوي یو چې د ارزونې پلان به ژر نهایي شي.))

بلخوا د ملکي هوایي چلند ادارې له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په حقوقي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار د ملکي هوایي چلند ادارې له عمومي رییس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده سره ولیدل او د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر څخه يې هم لېدنه وکړه

سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې د ملکي هوایي چلند ادارې د پلان او پالیسۍ مرستیال امان زیب انصاري، د چارو په اداره کې د پانګونې برخې رییس عطا نصیب، د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر عمومي رییس جنرال سید عمر صبور، د سرحدي پولیسو قوماندان محمد عثمان جانباز، د اولیف ګروپ مسؤلینو او د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د موجودو نورو ادارو استازو هم شتون درلود. په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د پراختیا او معیاري کولو په اړه په بېلابېلو موضوعات بحث او خبرې اترې وشوې. کبیر خان عیسی خېل د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر عمومي وضعیت ارزولو او د هوایي چلند امنیتي خدماتو ښه کولو او د هوایي ډګر په بېلابېلو سکتورونو کې د پانګونې راجلبولو څرنګوالي په اړه خبرې وکړې. وروسته د ملکي هوایي چلند عمومي رئیس هم په خپلو خبرو کې وویل چې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د مدیریت ماسټر پلان د اساسي اصلاحاتو د پلي کولو په هدف چمتو او د ولسمشر له خوا تاييد شوی هم دی. هغه ټینګار وکړ چې د دې ماسټر پلان له مخې باید په هوایي ډګر کې د واحد مدیریت پلان پلی شي او د خدماتو وړاندې کولو کې د همغږۍ او د ګډوډۍ نشتون مخه ونیول شي. د ملکي هوايي چلند ادارې د پلان او پالیسۍ مرستیال امان زیب انصاري د تېرې ناستې په یادولو سره چې د ملي امنیت شورا او د ولسمشر د دفتر په همکارۍ د ارزونې په اړه په همدې هوایي ډګر کې ترسره شوې وه یادونه وکړه او ويې ويل؛ اوس مهال ۶ دولتي ادارې او ۷۰ نور ارګانونه چې د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، ناټو، د مالیې وزارت ګمرکاتو او خصوصي شرکتونو پورې اړوند دي په دې هوایي ډګر کې فعالیت کوي او د دوی تر منځ لازمه همغږي نشته.