کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۹۹) : د کورنیو چارو وزارت وایي چې په کابل ښار او ولسوالیو کې د خلکو شکایتونو ته د رسېدنې لړۍ پيل شوې ده.
د یاد وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امنیتي حوزو د نوي طرزالعمل له مخې، له دې وروسته د کابل ولایت د بېلابېلو ناحیو او ولسوالیو اوسېدونکي کولای شي خپلې امنیتي ستونزې او ننګونې په مستقیمه توګه د کورنیو چارو وزارت له چارواکو سره شریکې کړي.
وزارت په دې اړه یوه فورمه هم په انلاین توګه خپره کړې چې خلک يې له لارې خپل شکایتونه ثبتولی شي. بلخوا د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي ویلي چې د ولسمشر له لارښوونې او د خلکو د غوښتنو په رڼا کې یې د کابل ټولو حوزو کې له جنایي جرمونو سره د مبارزې نوی طرزالعمل ترتیب او همدا راز په ټولو حوزو کې د حوزو نوی کاري طرزالعمل د تطبیق په حال کې دی.
هغه په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي، د کابل د امنیت د ښه والي او د جرایمو د کنترول لپاره یې د ولسوالیو او حوزو د ګذر وکیلانو، ملکانو او د خلکو استازو سره د ناستو لړۍ هم پېل کړې ده. اندرابي ویلي، له پولیسو سره دخلکو د همکارۍ په اړه هر ډول وړاندیزونه، طرحې او شکایتونه په ورین تندي مني او په اړه یې د اجرااتو ژمنه کوي. دا په داسې حال کې ده چې په کابل ښار کې نا امنۍ او جنایي جرمونه زیات شوي او هره ورځ په کې هدفي وژنې ترسره کیږي.