ښرنه (پژواک، ١٨ غبرګولى ٩٩): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د ملکي روغتون ډاکټرانو له دې امله کاري اعتصاب کړى چې يو شمېر ټولنې او کسان يې په چارو کې لاسوهنه کوي.
خو د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، هغه ډاکټران به له دندو ګوښه کړي چې په دنده کې غفلت کوي.
د مرکز ښرنې د ملکي روغتون مشر ډاکټر چنار د غبرګولي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له نن سهار راهيسې د دغه روغتون ډاکټرانو کاري اعتصاب پيل کړى او خپل استعفى ليکونه يې اړوندې ادارې ته وړاندې کړي دي.
هغه د چا نوم ياد نه کړ، خو زياته یې کړه چې يو شمېر ټولنې او اشخاص د دوى په چارو کې لاسوهنه کوي او دوى يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
ده وويل: ((له يوې خوا موږ د درېيو ولايتونو مريضان ګورو له بل پلوه د کرونا له امله ډاکټران تر سخت فشار لاندې دي او بيا ځيني کسان زموږ په چارو کې لاسوهنه هم کوي، نو حتمن ډاکټران کاري اعتصاب ته اړ کيږي.))
خو د ياد روغتون يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې د ښرنې د ځوانانو د يووالي شورا د دوى په چارو کې لاسوهنه کوي او دوى يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
بل لورته د ښرنې د ځوانانو د يووالي شورا مشر حاجي نياز پژواک ته ومنله چې د دوى د ملکي روغتون په چارو کې لاسوهنه کوي.
هغه وايي: ((څو ورځې وړاندې يو مريض له کرونا څخه سخت کړېده، موږ دغه روغتون ته ورغلو خو ډاکټران نږدې نه ورتلل هغه کس د دردونو له امله ساه ورکړه موږ هم په دغو ډاکټرانو عريضه وکړه چې څارنوالۍ ته بايد معرفي شي، که چيرې مو دغسې نه واى کړي دوى مريض ته د انسان په سترګه نه ګوري.))
د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د عامې روغتيا رييس ډاکټر اسدالله رسولي پژواک ته وويل، ځينې ټولنې شته چې د ډاکټرانو په چارو کې لاسوهنې کوي خو هغه ډاکټران چې وظيفوي غفلت کوي له دندو به ګواښه کړاى شي.
دى وايي: ((د وظيفوي غفلت له امله مې څو ډاکټران له دندو ګوښه کړي او درې تنه مو څارنوالۍ ته هم معرفي کړي دي.))
ده وويل چې د ډاکټرانو د کاري اعتصاب د پای په اړه يې هلې ځلې پيل کړي او ډېر ژر به دغه ستونزه هواره شي.
د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم د پکتيکا اوسېدونکو د دغه ولايت د ډاکټرانو د ناسم چلند له امله شکايتونه کړي وو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP