ګردېز (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۹۹): د تېرو کلونو په څېر د سږ مالي کال په بوديجه کې هم د پکتيا درې ځدراڼ ولسواليو ته بوديجه په پام کې نه ده نيول شوې چې د دې سيمو اوسېدونکي يې خواشيني او غوسه کړي دي.
د وزې ځدراڼ ولسوال عبدالولي ځدراڼ له پژواک سره د خبرو پر مهال وويل چې ياده موضوع او په اړه يې د خلکو اعتراض د شواک او ګردې څېړۍ د ولسوالانو په شتون کې له والي سره شريک کړي دي.
ځدراڼ نيوکه کوي که د دې امن ولسواليو پرمختګ ته کار ونه شي، نو له دولت سره به د خلکو واټن رامنځته او شته ثبات به له ګواښ سره مخ شي.
نوموړي وويل: ((موږ درې واړه ولسوالانو والي صيب ته دا ګيله ياده کړه، چې موږ د سږکال په بوديجه کې نه يو شامل شوي، نه پوهيږو زموږ ستونزه څه ده. که همداسې پاتې کيږو، فکر کوم دا شته امنيت هم له لاسه ورکوو.))
د وزې ځدراڼ اوسېدونکی خان محمد وايي چې ځدراڼ په کلنۍ بوديجه کې ورته د ونډې نه ورکول کېدو له امله خواشيني دي او په خبره يې که د متوازن انکشاف اصل پر اساس ورته پام ونه شي، مدني اعتراضونه به پيل کړي.
خان محمد وويل: ((په طول د اتلس يا شل کلونو کې دې ولسواليو ته هېڅ خدمت نه دی شوی، دلته لکه څنګه چې ګڼ خلک اوسيږي، همدارنګه له ګڼو ستونزو سره مخ دي. زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته بايد خپله ونډه راکړل شي، که همداسې محروم پاتې کيږو، مجبور يو لاريونونه وکړو.))
د ځدراڼ ځوانانو ټولنې غړی ګل رحمن وايي چې ډېری دولتي ادارې يادو ولسواليو ته چندان پام نه کوي او د يادو ولسواليو اوسېدونکي په ځينو برخو کې آن لومړنيو خدمتونو ته هم لاسرسی نه لري.
نوموړي وويل: ((موږ د صحت، تعليم، سړکونو، زراعت او نورو برخو کې ډېر مشکلات لرو.))
ددغه سېمو يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل که چېرې دوى ته پام ونه شي په لاريونونو به لاس پورې کړي.
بل لورته په دې اړه د پکتيا والي شميم خان کټوازی بيا وايي چې ځدراڼ ولسواليو ته يې هم د نورو هغو په څېر پام دی او د ښار جوړولو، کليو پراختيا، برېښنا، پوهنې او کرنې رياستونو له خوا په دې ولسواليو کې ګڼې پروژې پلې کيږي.
کټوازي پژواک ته وويل چې په تېر کې يادو ولسواليو ته پام نه و شوی، خو په خبره يې ده په خپله کاري موده کې په بېلابېلو برخو کې ورته کار کړی دی.
نوموړي زياته کړه: ((زموږ تر ټولو کوچنۍ ځدراڼ ولسوالي شواک ده، په تېر او سږکال کې موږ ورته ۳۵ پروژې لرو، چې يوې ولسوالي ته زيات کار دی، اول مو ځدراڼ ولسواليو ته د برق توزيع روانه کړې، ټولو پاتې ښوونځيو ته د تعمير جوړولو کارونه روان دي.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP