کابل (پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٥٧٥ مثبتې پېښـې ثبت شوي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۲۰۹۱۷ ته لوړه شوه.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د غبرګولي په ١٩ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٩٨٧ شکمنې پېښې ازمايل شوي چې ٥٧٥ يې مثبتې وې.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۲۰۹۱۷ ته لوړه شوه.د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې په تازه ثبت شويو پېښو کې ١٩٣ په کابل، ١٥١ په هرات، ٣٩ په کندهار، ٣٩ په هلمند، ٢٦ په کونړ، ٢٣ په ننګرهار، ٢٢ په لوګر، ١٣ په بادغيس، ١٣ په پروان، لس-لس په غور او نيمروز، اته په زابل، اووه-اووه په ميدان وردګو او پکتيا، پنځه-پنځه په تخار او دايکنډى، درې په لغمان او يوه بله هم بدخشان ولايتونو کې دي.
د خبرپاڼې په حواله، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٢٩ کسان له کرونا ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شويو کسانو شمېره ۲۱۷۱ ته لوړه شوه.
د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٢ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي چې له دې ويروس څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ٣٦٩ ته رسيږي.
د عامې روغتيا وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې په هرات ولايت کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله د مړو شويو کسانو په اړه څه نه دي ويل شوي، خو د دغه ولايت روغتيايي چارواکي وايي چې په ياده موده کې ١٥ کسانو د کرونا ويروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
login or register a new account.