ګردېز (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۹۹): د پکتيا د پوهنې رياست چارواکي وايي چې غلو د دغه رياست د ښوونکو او کارکوونکو ٣،٣ ميليونه افغانۍ تښتولې دي.
د پکتيا د پوهنې رييس کوچي ځاځي د غبرګولي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يادې پيسې د څمکنيو لويې ولسوالۍ د ۴۰۰ ښوونکو او کارکوونکو مياشتنۍ تنخوا وه چې پرون غرمه مهال د ياد رياست مخې ته غلو وړې دي.
ځاځي وويل، په دې تړاو څلور تنه نيول شوي چې اوس مهال په ملي امنيت رياست کې تر څېړنو لاندې دي.
نوموړي زياته کړه: ((د څمکنيو ولسوالۍ معتمد، دوه هيئت او يو ډرېور وو چې دا پيسې يې انتقالولې، د پيسو ورکېدو په تړاو ياد څلور واړه کسان نيول شوي او اوسمهال ترې تحقيقات روان دي.))
د پوهنې رييس هم يادې چارې ته د شک په سترګه ګوري او وايي ګومان نه کوي چې يادې پيسې دې د ښار په منځ کې په داسې حال کې چې د يادو کسانو او غلو تر منځ شخړه هم نه ده راغلې، په زور وړل شوې وي.
کوچی ځاځی په څمکنيو لويه ولسوالي کې چې د شپږ ولسواليو مرکزي سيمه ده، د بانک د يوې څانګې پرانيسته اړينه چاره بولي او وايي چې په ياده سيمه کې د بانکي اسانتيا نشتوالي له امله څو ځله له ورته ستونزو سره مخ شوي دي.
ځاځي وويل: ((زموږ درې ځدراڼ، احمدابا او سيدکرم ولسواليو ښوونکي خپله ګردېز ته په راتلو له بانک څخه معاش اخلي، نورو ټولو سيمو ته په فزيکي ډول پيسې ليږو. که په څمکنيو ولسوالۍ کې د بانک څانګه پرانيستل شي، د ډېری ولسواليو د معاشونو ستونزه به مو حل شي.))
د څمکنيو ولسوالۍ يو تن ښوونکى نجيب الله افغان پر ياده پېښه سخته خواشيني څرګندوي او له مسوولو ارګانونو يې د جدي پلټنې او دوی ته ژر د خپل حق ورکول کېدو غوښتنه کوي.
افغان هم په ياده سيمه کې د بانک د څانګې پرانيستل اړينه چاره بولي او وايي که کوم دولتي يا خصوصي بانک په ياده سوداګريزه سيمه کې څانګه پرانيزي په خبره يې خلکو ته د سهولت برابرېدو سربېره به يې اړوندې ادارې ته هم ګټه ورسيږي.
هغه وايي: ((معلم ډېر کم معاش لري څوک بانک کې پرې تجارت کوي، پر وخت يې نه ورکوي او څوک بيا وايي چې په ډک بازار کې رانه غلو يوړې. موږ ډېرې ستونزې لرو، د دې مسئلې بايد سم تحقيق وشي او د څمکنيو د معارف کارمندانو ته خپلې پيسې ورکړل شي.))
د يادونې ده چې څو ځله د څمکنيو او شاوخوا ولسواليو څخه ګردېز ته د معاش اخيستو لپاره پر راتلونکو سرتېرو هم بريدونه شوي او ګڼو کسانو ته په کې مرګ، ژوبله هم اوښتې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP